د ایران د اوبو د مدیریت ادارې ویاند د افغانستان له لوري د هریرود سیند له اوبو څخه یو اړخیزه استفاده د عرفي حقوقو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د افغان لوري له خوا د دې یو اړخیز اقدام اغېزې به نه یوازې د څو میلیونه خلکو د څښاک اوبو او روغتیا ته زیان ورسوي، بلکې تر سین لاندې چاپېریال ته پراخ زیانونه هم رسوي.
د افغانستان تیر حکومت په ۲۰۱۳ م کال د ۱۱۷ میلیون ډالره په لګښت په هرات ولایت کې د پاشدان بند د جوړولو کار پیل کړ. په پیل کې ټاکل شوې وه چې دا بند په درو کلونو کې بشپړ شي خو د ناامنۍ په شمول بیلابیل عوامل سبب شول چې دا بند په ټاکلې موده کې بشپړ نه شي. د پخواني حکومت چارواکو د بند د کار د ځنډېدو دلیل د طالبانو بریدونه بللي وو.
ایراني رسنیو پرون د خپل هیواد د اوبو د مدیریت د ادارې د ویاند عیسي بزرګ زاده له قوله وویل چې د هریرود سین په سرحدي حوزه کې د پاشدان بند جوړېدا او د اوبو ذخیره کول د هریرود د سرحدي سین د اوبو طبیعي بهیر کموي او په لاندې سیمو کې ټولنیزې او چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د مشهد ښار ته د څښاک اوبو په رسیدو کې جدي ستونزې پېښوي.
بزرګ زاده د مشهد او هرات څو اړخیزو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو ته په اشارې وویل: "موږ باور لرو چې په یوې حوزې کې ټول اوسېدونکي یو شان برخلیک لري، او که د حوزې د یوې برخې خلک له سختۍ او فشار سره مخامخ شي، نو دا به خامخا د ټولې حوزې اوسېدونکي اغېزمن کړي."
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تېره میاشت (د قوس ۳ او د نوومبر ۲۳) اعلان وکړ چې پر پاشدان بند یې کار له سره پیل کړی او تراوسه د دې بند ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
د ایران د اوبو د مدیریت ویاند زیاته کړه: "ایران څو ځله له ډیپلوماتیکو لارو د هریرود سین په حوزه کې د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول د بند د جوړولو له امله د سرحدي اغېزو په اړه خپل رسمي اعتراض څرګند کړی او د دې اغېزو د ارزونې او کمولو لپاره یې د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده، ترڅو د پرمختګ د زیانمنېدو پر ځای د دوامدار پرمختګ لاره غوره شي."
هغه زیاته کړه: "موږ لا هم باور لرو چې د هریرود سین د حوزې د اوبو له سرچینو څخه یو اړخیزه او د ایران له ګډون پرته استفاده د پولې د دواړو خواوو هیوادونو لپاره، که پورته وي که لاندې، هیڅ ګټه نه لري."
په جرمني کې د پوهنتون استاد او د اوبو متخصص ډاکتر فضل اختر وايي، افغانستان د بیوزلۍ د کمولو په خاطر حق لري چې په خپله خاوره کې بندونه جوړ کړي خو ایران په هغه صورت کې د افغانستان په خاوره کې د بندونو پر جوړولو نړیوالو مراجعو ته شکایت کولی شي چې افغانستان د خپلو بندونو لپاره د نړیوال بانک په شان له نړیوالو ادارو مالي مرسته ترلاسه کوي:
«که جیري د ایران اندېښنې ته د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیندیزې حوزې د تړون په رڼا کې وګورو، نو دوه ټکي د پام وړ دي: یو خو دا چې افغانستان د بېوزلۍ د کمولو لپاره حق لري داسي پروژې اجرا کړي خو نړیوال قوانین بیا وايي چې باید عادلانه وېش وشي مثلاً داسي کار ونه شي چې ایران ته زیان واوړي خو دلته د افغانستان د بیوزلۍ او د بند په شاوخوا سیمه کې د وچکالۍ ده، اقلیمي تغییراتو هم کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي، باید هڅه وشي چې د هلمند د لاسلیک شوي تړون پر اساس د ایران د اوبو حق په پام کې ونیول شی او که بیا هم ستونزه پېښېږي باید دواړه هیوادونه خبرو ته کښېني.»
پاشدان بند د هرات ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
په دې بند کې ۵۴ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کېدای شي چې ۱۳ زره هکتاره مځکه خړوبولی شي.
همداراز دا بند ۲ میګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.
پاشدان په هرات کې له سلما وروسته د اوبو د زېرمه کولو دوهم ستر بند ګڼل کېږي.
د افغانستان د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې په فراه کې د بخش اباد، په هلمند کې د کجکي، په پکتیا کې د مچلغو، په هرات کې د پاشدان، په بدخشان کې د شورابک، په کابل کې د شاه و عروس، په اروزګان کې د سراب او شفلوغ په شان پر ګڼو بندونو کار پیل شو خو د اکثرو کار نیمګړی پاته شو.