د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو داداره، یونیسف وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې ۱۷۴۰۰ ماشومان خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
یونیسف نن سې شنبه د دسمبر ۳۱ مه پر خپله اېکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې دا کار یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر په همکارۍ کړی دی.
دې ادارې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو مخکې تر دې یې ویلي و چې هڅه کوي له پاکستان او ایرانه ایستل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.
په همدې حال کې یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې ورسره یو ځای شوي؛ وايي، کډوالي، فقر او ناامني د دې لامل شوي چې ماشومان یې په میاشتو میاشتو له دوی لیرې پاتې شي.
د کابل اوسېدونکی بشیر احمد چې ماشومان یې د یونیسف په مرسته له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته ورستانه کړل شوي، ازادي راډیو ته وویل:
"دوه اولادونه مې، چې یو یې شپاړلس او بل یې اوولس کلن دی، یو کال مخکې مې ایران ته واستول چې له ماما سره هلته کار وکړي، خو په لاره کې ونیول شول او کمپ ته یې انتقال کړل، خو د ملګرو ملتونو له لوري د دوی عمر کم بلل شوی و او همدې مرسته وکړه اول یې ماته ټیلیفون وکړ چې ستا اولادونه له موږ سره دي او ته اندېښنه مه کوه، وروسته له څو اوونیو یې هغوی افغانستان ته انتقال کړل او له ما یې تاييد واخیست چې بیا به یې نه استوم."
د پروان ولایت یوه اوسېدونکي حمید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"شپږ میاشتې مخکې له پاکستان ډیپورټ شوم، زما زوی پنځلس کاله عمر لري کله یې چې زه ونیولم زوی مې نه و، په کار کې و، ما چې هر څومره دوی ته سوال او زارۍ وکړې چې ما ته اجازه راکړئ چې زوی مې په دوکان کې دی هغه راولم، خو دوی زما په ژبه نه پوهېدل، له څو میاشتو هلو ځلو وروسته د یونیسف په مرسته مې خپل زوی ومونده، ډېر خوشحاله وم، په وطن کې فقر او بې وزلي زیاته ده چې موږ دومره سرګرداني زغمو."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ واداره "یونیسف" د روانې دسمبر میاشتې په لومړیو کې په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې ماشومان یو بحراني، پیچلی او بې مخینې وضعیت تجربه کوي، ځکه چې د راپور له مخې سیاسي مسایل، د اقلیم د بدلون منفي اغیزې او پر ښځو د طالبانو پراخو محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې زیاتې کړي دي.
یونیسف دغه شان ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو برخو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ هره ورځ لسګونه ماشومان په یوازې سر د ښه ژوند او کار موندلو په لټه د افغانستان له پولو ایران او پاکستان ته اوړي.
یونیسف ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د غیر عادلانه کړنو له امله د ماشومانو د کډوالۍ مخه ونیسي.