د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

سوداګر وايي له افغانستان بانکه ټاکلې اندازه پیسې نه شي ایستلی


افغانۍ
افغانۍ

یو شمېر افغان سوداګر ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې په افغانستان بانک کې له خپلو  بانکي حسابونو تعین شوې اندازه پیسې نه شي ایستلی. د طالبانو د حکومت تر کنټرول د افغانستان بانک د بیان له مخې چې یو نیم کال وړاندې یې خپور کړی وه په میاشت کې له شرکتي حسابونو د ۴۰ زرو ډالرو ایستل تعین شوي.

په افغانستان کې د بانکي حساب لرونکو پر وړاندې د ننګونو او محدودیتونو په دوام، ځینې افغان سوداګر وایي، لا هم له خپلو بانکي حسابونو د پیسو ایستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې نه شي کولای د خپلې اړتیا وړ اندازه پیسې له هغو بانکونو چې دوی په کې حسابونه لري وباسي، او دې کار دوی په سوداګریزو معاملو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

یو سوداګر چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې یې نوم خپور شي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

«زه خپله په یو بانک کې حساب لرم، شرکتی حساب دی او لا هم زما د اړتیا وړ پیسې نه راکوي یعنې سل په سله د خلکو او سوداګرو ستونزه حل شوې نه ده.»

یو سوداګر چې نه یې غوښتل چې د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي ورته موضوع یادوي.

«له بده مرغه اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي، بانکونو ونه کړای شول موږ ته زموږ پیسې په خپل وخت راکړي، موږ په ډېریو بانکونو کې حسابونه لرو خو له بده مرغه کله چې مو پیسې ترې غواړو، نه یې راکړي که یې راکړي هم اندازه یې کمه وي او کله چې یې وپښتو وایي پیسې نه لرو، تر اوسه مو ونه کړای شول خپلې د اړتیا وړ پیسې ترې تر لاسه کړو.»

هڅه مو وکړه د سوداګرو د ستونزو په اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان نظر ولرو خو یاند حسیب الله نوري په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د بیان له مخې چې یو نیم کال وړاندې یې خپور کړی وه په افغانستان کې له شرکتی حسابونو نه په یوه میاشت کې د ۴۰ زره امریکایي ډالرو را ایستل تعین شوي دي.

یو صراف
یو صراف

دغه راز د دې بیان له مخې د هر انفرادي بانکي حساب لرونکی کولای شي په اونۍ کې ۶۰۰ امریکایي ډالره یا ۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې ۲ زره ډالر یا ۲۰۰ زره افغانۍ ایستلی شي.

یو افغان سوداګر ذبیح الله عمرخېل په دې اړه په نیوکې وویل:

«یو چا چې خپلې پیسې هلته د خرڅ لپاره ایښې وي هغه فرق نه کوي خو څوک چې سوداګري ولري خپلې پیسې په یو وار یوه معامعله کې اجرا نه کړی شي نو څنګه کولای شي چې سوداګري وکړي، یعنې یو سوداګر نه شي کولای په یوه معامله کې ووایي چې زه دوه لکه پیسې لرم او سبا یې درته ترانسفر کوم سوداګر داسې نه شي کولای،نو نه شي کولای چې باور رامنځته کړي، یو عادي حساب دی او بل سوداګریز، نو په سوداګرۍ کې چې یوه ورځ کې دې هم پیسې اجرا نه شي باور نه شي کېدای.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ځینو افغان سوداګرو ازادي راډیو سره خبرو کې په بانکونو د شته ستونزو او محدودیتوننو د خپلو سوداګریزو معلوماتو په وړاندې په توګه یادې کړي وې.

سوداګر او عام خلک په داسې حال له دې ستونزو شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالره نغدې زیرمې کنګل کړې، چې ډېری یې د نیویارک په بانکونو او ځینې یې د سویس په بانکونو کې وې.

دا کار د دې لامل شوی چې په افغانستان کې یو شمېر بانکونه د خپلو پېرېدونکو د پیسو د ایستلو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي.

XS
SM
MD
LG