د اسمبلۍ استازو د فبرورۍ پر ۲۰مه، د درخواست دایرولو پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د نوي مالي کال له پیلېدو راهیسې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې خو حکومت ورته د اړینو کارونو لپاره پیسې نه ورکوي. د اسمبلۍ یو غړي ملک طارق اعوان وویل چې د حلقې خلک ورڅخه د کارونو پوښتنه کوي.