د خیبر پښتونخوا د باجوړ پولیسو پر یوې ماشومې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور یو سړی نیولی دی.
د ضلعي پولیسو ویاند محمد اسرار د فبرورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه په ماموندو کې یوه پینځه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته په کاڼو ویشتل شوې او وژل شوې ده.
هغه وايي چې د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق د فبرورۍ پر ۲۰مه ماسپښین د مشکوک کس تر نیولو وروسته خبري غونډې ته وینا وکړه.
د پولیسو مشر خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس ۲۰ کلن دی چې هغه ماشومه یې د خوړو ورکولو په چل بیولې، ورباندې یې تېری کړی او بیا یې وژلې ده.
پر ټولنیزو شبکو یوشمېر انځورونه خپاره شوي دي چې پکې یوه نجلۍ ښکاري چې پړمخې پر ځمکه پرته ده او ورباندې لوی کاڼي پراته دي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو انځورونو کره والی نه شي تاییدولای.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم پر ماشومانو د تېري او د هغوی د وژنې پېښې شوې دي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
په هغه هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکي سازمان ساحل تېر کال په راپور کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې تر ۴،۰۰۰ زیات ماشومان ځورول شوي ول چې پکې یې سلګونه د جنسي ځورونې او تېري ښکار شوي ول.
په کال ۲۰۱۸ز کې د پنجاب په قصور کې یوه شپږ کلنه نجلۍ تښتول شوې وه، ورباندې جنسي تېری شوی وو او بیا وژل شوې وه. د زینب په نوم د هغې نجلۍ قضیې په هېواد کې پراخې مظاهرې پارولې وې او د پاکستان حکومت بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړ.