د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا قامي جرګه: خلک به د وسلوالو ضد د عملیاتو صورت کې کلي نه خالي کوي


په باړه کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي - پخوانی انځور.
په باړه کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د تیرا قامي یا ولسي تړون پرېکړه کړې ده چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو په صورت کې دا ځل نه خپلې مېنې پرېږدي.

د تیرا قامي جرګې مشرانو او غړو د فبرورۍ پر ۱۹مه تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اپرېدیو د ټولو ټبرونو مشرانو تر مشورې وروسته پرېکړه کړې چې امن لښکرونه هم نه جوړوي.

د جرګې یو غړي خان ولي اپرېدي مشال راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو ورڅخه د امن لښکرو جوړولو غوښتنه کړې ده او ورته یې ویلي دي چې که وسلې نه لري نو حکومت به یې ورکړي خو ملاتړ دې یې وکړي.

اپرېدی وايي، امنیتي ځواکونو خلکو ته ویلي دي چې که لښکرې نه جوړوي "نو خپل کلي" دې "خالي" کړي چې هغوی ته په "وسلوالو او عامو خلکو کې توپیر اسان شي او په اسانۍ د وسلوالو پرضد عملیات" وکړي.

امنیتي ځواکونو او د خیبر ضلعي انتظامیې لا د جرګې د ګډونوالو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او داراز، حکومت رسماً خلکو ته د لښکرو جوړولو یا کلیو پرېښودو وینا هم نه ده کړې.

خو امنیتي ځواکونو په تېرو میاشتو کې له ولسي مشرانو سره په جرګو کې روښانه کړې ده چې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. امنیتي ځواکونه داراز وخت په وخت په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو او د هغوی د قومندانانو د وژلو دعوې کوي.

د قامي جرګې یو مشر عطا الله اپرېدي مشال راډیو ته وویل، د ټولو ټبرونو او خېلونو په استازیتوب یې یوه ۱۲ کسیزه کمېټي جوړه کړې چې د جرګې پرېکړې عملي کړي.

ده وویل چې هغه کمېټي به د خبرو اترو له لارې پر حکومت ټینګار کوي چې د امنیت ذمه واري پوره کړي او له وسلوالو به هم غواړي چې له خپلو فعالیتونو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په باړه کې د تیرا او باړۍ ولسي مشرانو په یوه جرګه کې د ناامنۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته یې د امنیت باوري کولو غوښتنه وکړه.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په جرګه کې د خیبر ولسي مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې وویل چې د ناامنۍ پرضد قامي اتحاد جوړوي.

خیبر ضلع له پېښور سره نېږدې پرته ده چې له تیرا، باړه، جمرود، او لنډي کوتل (لواړګي) تحصیلونو څخه جوړه ده. هغه سیمه په تېرو دوو لسیزو کې د هدفي وژنو، وسلوالو فعالیتونو، او د پوځي عملیاتو له کبله متاثره شوې ده.

هغه ضلع د ۲۰۰۰مې لسیزې د پیل په کلونو کې د وسلوالو ډلو د فعالیت مرکز شوه چې په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، لشکر اسلام، او نورې وسلوالې ډلې پکې موجودې وې. خو وروسته پوځ هلته عملیات وکړل او سیمه ېې له وسلوالو پاکه اعلان کړه.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې هلته ناامني بیا زیاته شوه او وسلوالې ډلې یو ځل بیا فعاله شوي چې پر سوداګرو، قومي مشرانو، او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو په خیبر ضلع کې دوه سوداګر تر تښتولو وروسته ووژل. تر دې مخکې یې د جنورۍ پر څلورمه په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند د ځايي مشر عبدالرازق اپرېدي کور په بارودي موادو والوځاوه.

په خیبر کې خلکو وخت په وخت د ناامنۍ خلاف جرګې، احتجاجونه او لاریونونه کړي دي.

په خیبر کې مېشتو امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې هلته یوازې وسلوال په نخښه کوي. دوی وايي، د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي او زیاتوي چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG