په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشرتابه د خپلمنځني اختلافاتو خبرونه رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د فبرورۍ پر ۲۰مه د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رد کړل او رسنۍ یې د داسې راپورونو د خپرولو له کبله "مغرضې" وبللې.
نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې یوه اونۍ مخکې له کابل څخه دوحې ته تللی و او د هغو کسانو په ډله کې یادېدی چې ګوندې د طالبانو له رهبر ملا هبتالله اخوندزاده سره د اختلافاتو له کبله خوابدی دی.
خو نوموړی د فبرورۍ پر ۲۰مه په کابل کې راڅرګند شو او د عزیزي ګروپ د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ملا عبدالغني برادر، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ترې د مارچ تر درېیمې نیټې د سفر بندیز لرې کړی، خو نوموړی تر دې نیټې نژدې دوه اونۍ مخکې بېرته کابل ته ستون شوی.
زیاته کړه، "دا نظام مو په اطاعت او خپلمنځي احترام ګټلی دی، احترام او اطاعت د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام کوي."
دا نظام مو په اطاعت او خپلمنځي احترام ګټلی دی، احترام او اطاعت د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام کويد رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت هم د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون کې د وینا پر مهال ورته خبره وکړه او د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو راپورونه یې رد کړل.
هغه وویل، "دوی په وروستیو کې کله د امارت د مشرانو ترمنځ د اختلاف خبره کوي، کله د امارت د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف خبره کوي او کله هم د قومي تعصب خبرې راپورته کوي، چې ټوله موخه یې د افغانانو ځپل دي."
البته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په روغتون کې د نویو څانګو پرانیستغونډې ته په وینا کې د طالب مشرانو ترمینځ د اختلاف راپورونه په سپینو ټکو کې رد نه کړل، خو د ستونزو د هواري لپاره یې پر ((زغم)) ټینګار وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د خلیج عربي هېوادونو ته تللی، لا له هبت الله اخوندزاده سره د اختلافاتو پر راپورونو تبصره نه ده کړې.
د خپل مشر څخه د ځینو طالب مشرانو دا مبینه خوابدي هغه مهال زیاته او علني شوه، چې ملا هبتالله اخوندزاده د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیولو حکم ورکړ.
ستانکزی، چې په کابل کې د کابینې د نورو غړیو په مرسته په پټه له هېواده د باندې واستول شو، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې اوسي.
د طالبانو مشران هڅه کوي، چې د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه رد کړي، خو د سراجالدین حقاني چوپتیا، د ملا یعقوب احتیاطي څرګندونې، او د شېر محمد عباس ستانکزي اوږد غیابت داسې پوښتنې راولاړوي، چې آیا دا اختلافات رښتیا هم یوازې تبلیغات دي، که په ریښتیا د طالبانو په لوړو پوړیو کې اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي؟
رپورټ: فریده سیال