د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وایي په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو پر کورونو بمباري کړې


د پاکستان جنګي جېټ الوتکه ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان جنګي جېټ الوتکه ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان استحباراتي چارواکي دعوه کوي چې جنګي الوتکې يې په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسلوالو پر کورونو بمباري کړې ده.

په ډېره اسماعیل خان د استخبارتي ادارې يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه یې جنګي الوتکو د بر جنوبي وزیرستان په زنګړه سيمه کې د ټي ټي پي د وسلوالو کورونه په نښه کړل.

هغه دا و نه وویل چې ایا پکې مرګژوبله شوې او که نه. البته يوه اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له وجې يې د نوم له خپرولو ډډه وکړه، مشال راډيو ته وویل چې بمباري د سراج مسيد په نوم د وسلوالو د قومندان پر کور شوې ده.

د ده په خبره، په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ او ټي ټي پي په رسمي توګه په دې اړه لا څه نه دې ويلي.

هلته په یوه بله پېښه کې د ډېره اسماعيل خان په کلاچۍ سيمه کې د فبرورۍ پر ۱۷مه د پوځ پر ګاډۍ د سړک غاړې بم حمله شوې ده. یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې په حمله کې دوه سرتېري وژل شوي او ۶ ټپیان دي. د دې برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د پاکستانیو جنګي الوتکو وزیرستان ته نېږدې د افغانستان د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالي کې بمباري کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې د حکومتي او پوځي چارواکو په وینا پر ضد یې دوی هدفي عملیات تیز کړي دي.

د سیمې خلک وایي د هغو عملیاتو په مهال ولسي خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوړي. د شمالي او جنوبي وزیرستان خلکو د هغو عملیاتو په مهال د اوښتو زیانونو ضد د فبرورۍ په ۱۷مه پرلتونه ووهل.

د جنوبي وزیرستان په کوټکي کې پرلتوال هلته د پوځي سرتېرو په ډزو د نور الرحمان په نوم د وژل شوي تن مړی په سړک ایښې وو او احتجاج یې پیل کړی وو.

د فبرورۍ په ۱۷مه پرلت وروسته له هغې ختم شوی چې د پرلتوالو په خبره، د پاکستان پوځ یې پړه ومنله او انتظامیې چارواکي د وژل شوي تن ننواتې وکړه.

پوځي او انتظامي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د بنو په بکاخېلو کې د پوځي سرتېرو په ډزو یو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی وو چې پر ضد یې د سیمې خلکو دوه ورځې په بنو ـ میرامشا سړک پرلت وهلی وو. وروسته امنیتي ځواکونو ومنله چې ماشوم ترې په خطا کې ویشتل شوی وو.

د دې سربېره په خیبر، باجوړ او نورو سیمو کې هم خلکو وخت په وخت د وسلوالو او امنیتي سرتېرو د نښتو په مهال ولسي خلکو ته د زیان اوښتو ضد جرګې، غونډې، پرلتونه او احتجاجونه کړي دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وایي چې هڅه کوي چې د عملیاتو په مهال عامو خلکو ته زیان و نه رسي.

XS
SM
MD
LG