د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم دروازه یو ځل بیا د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې


افغانستان ته تلونکي ګاډي په لنډي کوتل کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
افغانستان ته تلونکي ګاډي په لنډي کوتل کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه یو ځل بیا د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی ده.

په تورخم کې د کسټم یو چارواکي د فبرورۍ پر ۲۱مه، د نوم نه ښولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د امپورټ او ایکسپورټ عمل ودرولې دی او سرکاري دفترونه تړل شوي دي.

د نوموړي په وینا بیګا د شپې (فبرورۍ ۲۱مې) راهیسې د تورخم په دروازه هر قسم تګ راتګ او تجارتي هلې ځلې ځنډول شوي دي.

په تورخم کې د پاکستان د یو امنیتي چارواکي په وینا افغان طالبانو د تورخم هغې غاړې ته په متنازعه حدونو کې تعمیراتي کار روان کړی دی چې پاکستاني ځواکونه ورباندی تحفظات لري.

د چارواکي په وینا ځکه یی تورخم خالي کړی او په پوله یې د ملیشې ځواکونه ځاي په ځاي کړیدي.

عیني شاهدین وايي چې دا مهال په تورخم کې دواړو خواوو ته سرحدي ځواکونه مورچه زن دي او وضع خرابه ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، هغوی د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي چي پاکستانی لوري پرته له خبرداري لار تړلی او ولسونه یې د ستونزو سره مخ کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښو له وجې هغه دروازه تړل شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لړۍ زیاته شوې ده.

تېر کال هغه لاره د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.

د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

XS
SM
MD
LG