د کورمې په وتېزیو کې خلک د پوځي عملیاتو پرضد راوتي او له ډاګو کلي څخه یې د بګن تر امنیتي پوستې لاریون کړی او تر شاوخوا یوه ساعته هلته ناست وو.
په احتجاج کې شامل یو ځايي مشر افضل خان اورکزی وايي، دوی دا غواړي چې عملیات دې په سم دستي توګه ودرول شي.
ده وویل، "نیول شوي بې ګناه خلک دې خوشي کړل شي او پر بګن د شوي یرغل پر وخت د اوښتي زیان ازاله دې وشي."
دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د فبرورۍ پر ۲۰مه د وتېزیو پر چارخیلو، ډډکمر، اوچت او مندوریو د پوځ محدود او هدفي عملیات پیل شوي دي.
یو ځايي اوسېدونکي شاهین ګل د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بګن له اغېزمنو سره د مرستې پر ځای یو ځل بیا عملیات پیل کړي دي او دا د ده په وینا د افسوس خبره ده.
پخواني وفاقي وزیر ساجد حسین طوري د فبرورۍ پر ۲۱مه په پاړه چینار کې خبري غونډې ته وویل چې مخکې ځل عملیات په سمه توګه شوي او نه دغه ځل ترې مطمین دی.
ده وویل، "که داسې په دهوکو خبره ختمول غواړي نو په روان وخت کې به د دې ډیر غلط نتایج مخې ته راشي."
بلخو په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په رسنیو کې خپور شي، مشال راډیو ته وویل چې حکومت د ناامنۍ مخنیوي لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي دي.
دا له هغه وروسته ده چې په کورمه کې د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید څو ورځې وروسته امنیتي ځواکونو په څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، ډډکمر او مندوریو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چاوراکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۰مه پیل شوي عملیات "محدود او هدفي" دي چې پکې د "پوځ، ملېشې ځواک او پولیسو" سرتېري برخه اخلي.
چارواکی وايي، د لټون عملیاتو پر مهال یې پر قافلې د وروستي برید په مقدمه کې د نومول شویو ۱۶ کسانو په ګډون ۲۲ مشکوک کسان نیولي دي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.
پولیسو د فبرورۍ ۱۷مې د برید په تړاو د ۵۷ کسانو پرضد مقدمه لیکلې وه.
د پولیسو چارواکی وايي، دا عملیات به له وسلوالو څخه د سیمې تر پاکولو پورې روان وي.
دی وايي، امنیتي سرتېري په سیمه کې ګزمې (ګشتونه) وهي، پوستې یې جوړې کړې دي او هېچا ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
په کورمه کې تازه پرمختګ تر هغې یوه ورځ وروسته شوی دی چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور وویل، په هغه ضلع کې "ورانکاري" نه پرېږدي.
نوموړي په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د په کورمه کې د امنیت لپاره سم اقدامات کوي، "لارې به خوندي" کوي او "د فساد جوړوونکو د ختمولو لپاره به کوټلي اقدامات" کېږي.
له تېرو شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي.
د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.