د فبرورۍ پر ۱۸مه د "پښتو غزل بابا" امیر حمزه خان شینواري ۳۱م تلین ولمانځل شو.
نوموړی په ۱۹۰۷ز کال کې د خیبر ضلعې په لنډي کوتل (لواړګي) کې زېږېدلی وو.
حمزه شينواری د ۲۰مې ميلادۍ پېړۍ یو وتلی پښتون شاعر او ليکوال وو. حمزه شينواري د غزلونو او نظمونو تر څنګ ناول، ډرامې او افسانې هم لیکلي دي.
د پېښور پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې استاد ډاکتر احمد علي عاجز د شینواري د تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل چې د هغه ځینې شعرونه خورا زیات مشهور شوي ول.
د بېلګې په ډول:
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان، زه دې بابا کړم
ته خو ووایه یو ځل چې حمزه څه شو
زما خاورې به هم چغې کړي چې دا یم
عاجز وايي، شینواري په غزل کې پښتني ارزښتونه (اقدار) ورځای کړي او "د پښتو غزل یې د نورو ژبو له اثره ازاد کړی دی."
دی وايي، د حمزه خان شینواري په غزل کې د "پت، ښېګړې، ننګ، وفا او تورې" په څېر ازښتونه موندل کېږي او د شاعرۍ په ذریعه یې پښتنو ته "پښتونولي ښوولې ده."
په پېښور کې لیکواله نګینه خانم وايي چې شینواري "پښتو او پښتونولي په داسې نوي انداز وړاندې کړل چې ټول پښتانه یې شاعري خوښوي. لکه هغه وايي:
پلو دې له مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمري غوندې به ګورې، شرمېدل به پکې نه وي"
حمزه بابا یوازې پر پښتونولۍ، انسانیت او جمالیاتو شاعري نه ده کړې بلکې پر تصوف یې هم خورا زیات کار کړی دی.
خانم زیاتوي، شینواري په شاعرۍ کې نوي الفاظ کارولي او "ډېره رنګیني یې پکې پیدا کړې ده.
د ساري په ډول:
فطرت کړي ګل ته غږ چې له اغزو سره راځه
بلل ته اشارت چې له نغمو سره راځه.
نو حمزه شینواري زموږ غوندې شاعرانو ته ډېرې لارې هوارې کړې او حمزه بابا په جدیده شاعره کې یو لوی نوم لري."
خیبر پښتو ادبي جرګې ویلي دي چې سږ کال د شینواري د ۳۱م تلین په مناسبت د فبرورۍ پر ۲۳مه په لواړګي کې د هغه پر مزار غونډه کوي چې ورته یې د خیبر پښتونخوا، د پاکستان نورو برخو او افغانستان شاعرتن او لیکوالان وربللي دي.
ويل کېږي چې حمزه شينواري لومړی په اردو کې شاعري کوله خو د خپل روحاني لارښود پير عبدالستار شاه باچا په وينا يې پښتو شاعري پيل کړه او ځان يې د "بابا" درجې ته پکې ورساوه.
د حمزه شینواری د شاعرۍ پر بېلا بېلو اړخونو يو شمېر کسانو د پي اېچ ډي هم مقالې ليکلي دي.
امير حمزه خان شينواری د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په لنډي کوتل کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه پر مزار یوه کلتوري وداني هم جوړه شوې ده او شاعران او لیکوالان وخت په وخت په هغه ځای کې غونډې کوي.