په ویانا کې د طالبانو د حکومت مخالفو شخصیتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د یو "انتقالي یا لنډمهالي حکومت" له جوړېدو سره مرسته وکړي.
هغوی د فبرورۍ پر ۱۹مه د ویانا بهیر پينځمه غونډه د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسوله.
په اعلامیه کې، چې ګڼو افغان رسنیو خپره کړې، راغلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې "د افغانستان د خلکو مبارزه او هوډ" په رسمیت وپېژني.
هغوی داراز ویلي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یې لار نقشه برابره کړې چې پکې سیاسي مستقبل، نړیوالې اړیکې، بشري حقونه او اقتصادي مسلې څېړل شوې دي.
طالبانو د غونډې پر اعلامیه تبصره نه ده کړې، خو د هغوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې هغه ناسته تکراري او بې ګټې بللې وه.
مجاهد ویلي ول چې د غونډې ګډونوال "جګړه غوښتونکي او دسیسه جوړوونکي" دي.
د ویانا د غونډې مهم ګډونوال د "ملي مقاومت" په نوم د جبهې مشر احمد مسعود او د "افغانستان د ازادۍ جبهې" په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر محمد یاسین ضیا دي.
د هغوی تر څنګ لسګونه نورو سیاسي څهرو، د پارلېمان پخوانیو غړو او د بشري حقونو او ښځو فعالانو په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې برخه اخیستې وه.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د افغانستان ګڼ سیاستوال هېواد پرېښودو ته مجبوره شول.
طالبانو د نړیوالو پر تکراري غوښتنو سربېره په خپل حکومت کې له خپلو غړو پرته بل چا ته ځای نه دی ورکړی او خپل حکومت ټولګډونه بولي.