د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو استازو په خپلو حلقو کې د پرمختیايي کارونو لپاره د پیسو نه ترلاسه کېدو له کبله په پېښور های کورټ کې د حکومت پرضد غوښتنلیک دایر کړی دی.
د اسمبلۍ استازو د فبرورۍ پر ۲۰مه، د درخواست دایرولو پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د نوي مالي کال له پیلېدو راهیسې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې خو حکومت ورته د اړینو کارونو لپاره پیسې نه ورکوي.
د اسمبلۍ یو غړي ملک طارق اعوان وویل چې د حلقې خلک ورڅخه د کارونو پوښتنه کوي.
هغه وویل "ولس له موږه کار غواړي ځکه چې موږ د ولس استازي یو او کله چې موږ په غم یا ښادۍ کې ګډون کوو نو خلک راڅخه په خپلو سیمو کې د چارو پوښتنه کوي. موږ له خپل جېبه ډېر کار کوو خو د کروړونو روپیو چارې له خپل جېبه نه شو کولای."
هلته د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند محمد علي سیف د دفتر یو چارواکي، چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې وفاقي حکومت ورسره ناوړه چلند کوي او ورته پیسې نه ورکوي نو ځکه د اسمبلۍ غړو ته د پرمختیايي چارو لپاره فنډ نه شي ورکولای.
هغه زیاته کړه چې صوبايي حکومت به له وفاقه د پیسو له ترلاسه کولو سره سم استازو ته فنډ ورکړي.
د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د پیدا کېدونکي ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.
د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.
د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.
د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي. صوبايي حکومت وايي چې وفاق یې تر ۱۶۰۰ اربه روپیو زیات پوروړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مخالفو ګوندونو غړو پر دې موضوع څو ځلې په اسمبلۍ کې بحث کړی دی او حکومت ورسره د پیسو ورکولو ژمنه کړې ده. ټاکل شوې چې پېښور های کورټ د فبرورۍ پر ۲۶مه د مخالفه ګوندونو د استازو پر غوښتنلیک اورېدنه وکړي.