په کورمه کې د ناامنۍ له وجې سوداګریز ګاډي نشي کولای چې له ټل څخه پاراچنار ته انفرادي سفر وکړي.
پر دې مهال د يادې ضلعې د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړو او د زیاتره ګوندونو ځايي استازو ویناوې وکړې.
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
په رستم بازار کې د فبرورۍ ۱۵مې د غونډې يو ګډونوال عمران مخلص مشال راډيو ته وويل، که حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي نو د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د احتجاج پیلولو پرېکړه کړې.
د فبرورۍ پر ۱۵مه په جرګه کې د خیبر ولسي مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې وویل چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
د شانګلې د عامله کمېټۍ مشر واقف شاه وکیل مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د وژل شویو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.
د واڼه د پولیسو مشر امین وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
نور وښیئ