د پولیسو ویاند، ظهیر اپریدي، مشال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې عبدالخالق له خپل کوره دندې ته روان وو او موټر سایکل سورو وسلوالو ورباندې برید وکړ.
د مداخېل قبیلې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، ډاکټر ګل عالم د فېبرورۍ پر دویمه ماښام پرلتوالو ته د وينا پر مهال وويل چې پوځي او انتظامي چارواکي په ننواتي ورغلي او غوښتنې يې منلې دي.
د جرګې غړي رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ دویمې په ناسته کې د دواړو خواوو ۱۴،۱۴ مشران ګډون کوي.
چارواکي وایي د دې اقدام هدف یې زدهکوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي. دا اعلان د خیبر پښتونخوا د ابتدایی او ثانوي تعلیم محکمې د جنورۍ پر ۳۱مه په یوه خبرتیا کې کړی دی.
په بکاخېلو کې مېشت کډوالو احتجاج وروسته له هغې پیل کړ چې د جنورۍ په ۳۱مه د ایف سي ځواک سرتیرو په ډزو د کډوالو د کېمپ یو ماشوم وواژه او بل یې ژوبل کړ.
د تیرا میدان ځینې عیني شاهدانو د خپلو نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه وسلوالو د تیرا د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي شیر محمد اپرېدی او د هغه ملګری ابرار اپرېدی تښتولي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.
د شمالي وزيرستان په میرامشا کې د پوځ او استخباراتي ادارو جلا جلا چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه په دته خیلو کې وسلوالو د پوځ پر کاروان برید وکړ چې په نتيجه کې يې يو پوځي ووژل شو او پينځه ژوبل شول.
امنيتي چارواکي وايي چې پوځ په هغه سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پرضد عمليات کول چې دا مرګژوبله ور واوښته.
د اېډورډز کالج يو استاد ناصر اقبال، چې د انګليسي څانګې مشر دی او د کلتوري مېلې په تنظیمي چارو کې يې برخه اخيستې وه، د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې زده کوونکو ته نه يوازې د سيمې د کلتوري توکيو بلکې د پښتنو اتلانو په اړه هم معلومات ورکول کېږي.
نور وښیئ