د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي نیول شوي مالونه د قبایلي ضلعو پیداوار دي
د خيبر پښتونخوا د وچې مېوې سوداګر وايي، د پنجاب د ګمرګ یا کسټمز ادارې چارواکو یې د يو ارب (مېليارد) روپيو مالونه ایسار کړي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې هغو چارواکو تور پورې کړی چې دا مالونه له افغانستانه په غیرقانوني ډول پاکستان ته لېږدول شوي خو د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي، هغه شیان د قبایلي ضلعو پيداوار دي. په هغو مېوو کې تر ټولو زیات مقدار د زڼغوزیو دی. د پنجاب حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي د دې مسلې د حل لپاره به خبرې کوي. نور په دې رپورټ کې.