پولیس وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې یو سرتېری وژلی دی.
د داودزیو تاڼې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، نن (د فبرورۍ پر ۲۱) د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه سرتېری بېګا په ناګمان سیمه کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته روان وو چې موټرسایکل سپرو وسلوالو وویشت.
دی وايي، ۳۵ کلن صفي الله د پېښور په صدر کې د پولیسو په سپېشل برانچ کې دنده ترسره کوله.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو شاوخوا درو کلونو کې ناامني زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.