د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په جنوبي وزیرستان کې ځایي مشر ملک عبدالخالق وژلی دی


د ملک عبدالخالق پخواانی انځور.
د ملک عبدالخالق پخواانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کوز جنوبي وزیرستان کې وسلوالو د سیمې یو مشر ملک عبدالخالق په ډزو وژلی دی.

د وانه سټي تانې مشر عثمان وزیر د فبرورۍ پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل چې ماسپښین شاوخوا ۱۱ بجې یو وسلوال د واڼه پریس کلب مخې ته پر ملک عبدالخالق ډزې وکړې چې وروسته ځايي خلکو په ژوبل حالت کې هغه د واڼه روغتون ته او بیا یې د ډېره اسماعیل خان هسپتال ته د لېږدولو په مهال ساه ورکړه.

وزیر وویل چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي او د ملک عبدالخالق په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې په ټوله ضلع کې ناکه بندي کړې ده.

د دې برید ذمه واري تر اوسه هېڅ ډلې نه ده منلې.

د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان او امنیتي سرتېري وژلي دي.

د جنوبي وزیرستان سره نېږدې په شمالي وزیرستان کې د تېرو دریو کلونو راهیسې هدفي وژنو زور نیولی چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په ۲۰۲۴ز کال په هغې ضلعې کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ شمېر قبایلي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو غړي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.

خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG