د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: د کوزې کورمې په ځینو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل شوي دي


په کورمه کې یوه پوځي قافله روانه ده او دوه ټرکونه توپونه لېږدوي - پخوانی انځور.
په کورمه کې یوه پوځي قافله روانه ده او دوه ټرکونه توپونه لېږدوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید څو ورځې وروسته امنیتي ځواکونو په څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، ډډکمر او مندوریو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چاوراکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۰مه پیل شوي عملیات "محدود او هدفي" دي چې پکې د "پوځ، ملېشې ځواک او پولیسو" سرتېري برخه اخلي.

چارواکی وايي، د لټون عملیاتو پر مهال یې پر قافلې د وروستي برید په مقدمه کې د نومول شویو ۱۶ کسانو په ګډون ۲۲ مشکوک کسان نیولي دي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو د فبرورۍ ۱۷مې د برید په تړاو د ۵۷ کسانو پرضد مقدمه لیکلې وه.

د پولیسو چارواکی وايي، دا عملیات به له وسلوالو څخه د سیمې تر پاکولو پورې روان وي.

دی وايي، امنیتي سرتېري په سیمه کې ګزمې (ګشتونه) وهي، پوستې یې جوړې کړې دي او هېچا ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

اخوا د وتېزیو قبیلې مشر فضل خان اورکزي عملیات غندلي دي او ویلي یې دي چې دا څلورم ځل دی چې امنیتي ځواکونه دا ډول عملیات کوي چې له وجې یې ولس کړېږي.

اورکزي د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې که حکومت غواړي چې سیمه له وسلوالو پاکه شي نو بیا دې په ټوله کورمه کې "بې توپیره" عملیات وکړي.

دی دعوه کوي چې چارواکو تر اوسه تر ۱۰۰ زیات کسان نیولي چې "زیاتره" یې "بې ګناه" دي او په هېڅ وراني یا بریدونو کې لاس نه لري.

په کورمه کې تازه پرمختګ تر هغې یوه ورځ وروسته شوی دی چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور وویل، په هغه ضلع کې "ورانکاري" نه پرېږدي.

نوموړي په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د په کورمه کې د امنیت لپاره سم اقدامات کوي، "لارې به خوندي" کوي او "د فساد جوړوونکو د ختمولو لپاره به کوټلي اقدامات" کېږي.

په عین وخت کې شیعه مشرانو ویلي دي چې له سني مشرانو سره د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کواټ کې د سولې له موافقې په شا کېږي او له هر ډول مذاکراتو پرېکون اعلانوي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د سازمان انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د فبرورۍ پر ۱۸مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې څو ځلې د سولې د موافقې سرغړونه شوې نو ځکه ورڅخه په شا کېږي.

په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ړنګولو، وسلو غونډولو، لارو پرانیستو او د امن خرابوونکو پرضد د کاروایۍ پرېکړې شوې وې. د خیبر پښتونخوا حکومت هغه پرېکړې تایید کړې وې او د عملي کولو ژمنه یې کړې وه.

په سده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالعلي خان مشال راډیو ته وویل چې د سولې د موافقې عملي کولو ته تیار او ژمن دی.

په کورمه کې څه پېښ شول؟

په کورمه کې وضعیت تر هغې وروسته لا خراب شو چې د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کوزې کورمې په مندوریو کې پاړه چینار ته پر لاره د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید وکړ.

پولیس وايي، هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.

دوی وايي، په برید کې ځینو ګاډو ته هم زیان ورسېد او وسلوالو تر لوټلو وروسته ورته اور واچاوه.

پولیس وايي، هغه ګاډي په خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال په نورو شیانو بار ول.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د کورمې اوسېدونکي: د سولې موافقه دې ژر عملي شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

تر برید وروسته په سیمه کې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چارواکو په مندوریو او ډډ کمر کې د وسلوالو پرضد د کاروایۍ پرېکړه کړې ده.

د کورمې د وتېزیو قبیلي مشرانو هغه مهال هم عملیات رد کړي ول او ویلي یې ول چې کورونه نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.

له تېرو شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي.

د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG