د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن پاڅون برخه والو د بنو زندان مخې ته پرلت وهلی دی


د امن پاڅون غړو د بنو د زندان مخې ته پرلت پیل کړی دی.
د امن پاڅون غړو د بنو د زندان مخې ته پرلت پیل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امن پاڅون په نامه احتجاج کوونکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر کړي لاریون وروسته د بنو د مرکزي زندان مخې ته پرلت پیل کړی دی.

د پرلت مشران وايي چې د صوبې اعلا وزیر او ایپکس کمیټۍ له دوی سره د ۲۰۲۴م کال د جولايي پر ۱۹مه کړې وعدې نه دي پوره کړې.

د بنو ولس پر پورته یاده شوې نېټه په بنو او شاوخوا سیمو کې د ناامنیو پرضد داسې پاڅون کړی وو چې په زرګونه خلک پکې شریک وو.

دوی وايي د هغه پرلت ختمولو لپاره ورغلي اعلا وزیر او نورو چارواکو وروسره د دوی ۱۶ غوښتنې منلې او د پوره کولو ژمنه یې کړې وه خو تر اوسه یې نه دي پوره کړې.

د دوی په وینا، هغه وخت نه یوازې د دوی د پرلت غوښتنې منل شوې وې بلکې د دوی پر ملګرو د جوړو مقدمو ختمولو وعدې هم شوې وې خو لا هم سر ته نه دي رسېدلې.

په بنو کې د نا امنیو پرضد د امن پاڅون په نامه احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

اختجاج کونکي وايي د فبرورۍ پر ۲۱مه یې له هم دې کبله لاریون په پرلت بدل کړی چې حکومت یې غوښتنې له پامه غورځولې دي.

د احتجاج یو مشر ملک مویز خان مشال راډیو ته وویل چې د امن پاڅون کمیټۍ غړی عبدالصمد خان یې نیولی دی او پر بېلا بېلو جېلونو یې ګرځوي.

ملک مویز خان زیاته کړه چې د بنو د زندان مخې ته پیل کړی پرلت به یې تر هغه وخته روان وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

په بنو کې د پولیسو یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه درلودلو له کبله، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له پرلت کوونکو سره په شویو غوښتنو کې زیاتره پوره شوې دي.

ده وویل چې په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو په موخه پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد کارروايۍ توندې کړې دي.

نوموړي وویل چې د نیول شویو کسانو پرضد په عدالتونو کې مقدمې روانې دي او پرلتوال باید عدالت ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پرلتوالو په وینا، د خیبر پښتونخوا پولیسو اوس عبدالصمد خان په یوه بله مقدمه کې د سیند پولیسو ته سپارلی دی.

عبدالصمد خان د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی. د هغه تر څنګ د یاد غورځنګ نور مشران، علي وزیر، ملک نصیر کوکیخېل او یو شمېر نور غړي هم دا وخت د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان دي.

علي وزیر هم اوس د پنجاب او بلوچستان په زندانونو کې ساتل کېدو وروسته اوس د سیند پولیسو ته ورکړل شوی دی.

پر هغوی په درج شویو مقدمو کې تور پورې شوی چې د ریاست پرضد ویناوې کوي خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وايي چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه به د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG