د اورکزو په مشتي مېلې هېډکوارټر روغتون کې ډاکټرانو او نورو کارمندانو د تنخاګانو د نشتوالي پر ضد کاربندېز پیل کړی دی.
ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي چې له تېرو اته میاشتو راهیسې ورته تنخا نه ده ورکړل شوې، ځکه یې د او پي ډي د مریضانو درملنه بنده کړې. دوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنه یې ونه منل شي، نو د اېمرجنسي درملنې نه به هم لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان، کورمې او مومندو ځینې روغتونونو په شمول، د اورکزو غلجو او مشتي مېلې روغتونونو انتظامي چارې د پبلک پرایوېټ پارټنر شپ معاهدې له مخې مرف نومي غیر دولتي سازمان ته سپارل شوې وې.
د یاد سازمان یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، مشال راډیو ته ویلي چې د صوبايي حکومت له وجې دوی ته فنډونه په وخت نه رسي، ځکه روغتونونه له مالي ستونزو سره مخ دي. نوموړي غوښتنه کړې چې حکومت دې دا ستونزه هواره کړي.
مشتي مېلې روغتون د منځني اورکزو تر ټولو لوی روغتون دی، چیرې چې نه یوازې ځايي خلک، بلکې د بره اورکزو له سیمو هم ناروغان د درملنې لپاره ورځي.
یو ځايي اوسیدونکي عبدالواحد مشال راډیو ته ویلي، حکومت باید دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي، ځکه چې ناروغان له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
د مرف سازمان چارواکي مشال راډیو ته وویل چې غلجو روغتون ته له تېرو دوه کالو راهیسې فنډونه نه دي ورکړل شوي، او اوس مشتي مېلې روغتون هم له اته میاشتو راهیسې د فنډ نشتوالي له ستونزې سره مخ دی. نوموړي غوښتنه کړې، که حکومت نشي کولی د دوی سره کړې تړون عملي کړي، نو بیا دې پای ته ورسوي.
د اورکزو څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد اورنګزیب وایي، هڅه کوي چې د یادو روغتونونو مالي مشکلات هوار کړي، او له اړوند وزارت سره یې خبرې هم کړې دي.
هغه د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې اړوند وزارت سره یې خبرې کړې، خو د ستونزې یوازینی تلپاتې حل دا دی چې روغتونونه بېرته د روغتیا محکمې ته وسپارل شي او له غیر دولتي سازمان سره تړون لغوه شي.