د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ویلي دي چې په کورمه کې "ورانکاري" نه پرېږدي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۹مه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په کورمه کې روانه شخړه د "ځمکې پر سر نه ده" بلکې "فرقه ییزه مسله" ده چې "بهرني قوتونه پکې لاس" لري.
ګنډه پور د چا نوم وانخیست او نور سپیناوی یې هم ور نه کړ خو زیاته یې کړه چې کورمې ته وسلې لېږدول کېږي. "هلته نړیوال قوتونه بشپړه پانګونه کوي او چې هلته څنګه وسلې او بارود لېږدول کېږي، پکې هغوی ککړ دي. هلته د جرګو په مرسته تر څه وخت امن راشي، خو [وضعیت بیا خراب شي] نو ځکه به اوس موږ کوټلي ګامونه پورته کوو، لارې به خوندي کوو او د فساد جوړوونکو د ختمولو لپاره به سم اقدامات کوو."
ګنډه پور په داسې حال کې د کورمې مسله "فرقه ییزه" وبلله چې هلته په تېرو وختونو کې د ولسونو ترمینځ زیاتره نښتې د ځمکو د لانجو پر سر پیل شوې دي چې وروسته بیا په فرقه ییز تاوتریخوالي اوښتي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې شیعه مشرانو ویلي دي چې له سني مشرانو سره د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کواټ کې د سولې له موافقې په شا کېږي او له هر ډول مذاکراتو پرېکون اعلانوي.
په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د سازمان انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د فبرورۍ پر ۱۸مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې څو ځلې د سولې د موافقې سرغړونه شوې نو ځکه ورڅخه په شا کېږي.
په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ړنګولو، وسلو غونډولو، لارو پرانیستو او د امن خرابوونکو پرضد د کاروایۍ پرېکړې شوې وې. د خیبر پښتونخوا حکومت هغه پرېکړې تایید کړې وې او د عملي کولو ژمنه یې کړې وه.
په سده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالعلي خان مشال راډیو ته وویل چې د سولې د موافقې عملي کولو ته تیار او ژمن دی.
په کورمه کې څه پېښ شول؟
په کورمه کې وضعیت تر هغې وروسته لا خراب شو چې د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کوزې کورمې په مندوریو کې پاړه چینار ته پر لاره د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید وکړ.
پولیس وايي، هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.
دوی وايي، په برید کې ځینو ګاډو ته هم زیان ورسېد او وسلوالو تر لوټلو وروسته ورته اور واچاوه.
پولیس وايي، هغه ګاډي په خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال په نورو شیانو بار ول.
تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
خو په سیمه کې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې چارواکو په مندوریو او ډډ کمر کې د وسلوالو پرضد د کاروایۍ پرېکړه کړې، البته کره نېټه یې و نه ښوده.
په عین وخت کې د کورمې د وتېزیو قبیلي مشرانو احتمالي پوځي عملیات رد کړي دي. د سیمې یو ولسي مشر صاحب شاه د فبرورۍ پر ۱۹مه په بګن کې مظاهرې ته وویل، د خپل "پلار او نیکه" پر خاوره پراته دي او په هېڅ صورت خپل "کلي او کورونه نه پرېږدي."
ده وویل، حکومت ورته د اوښتو تاوانونو پوره کولو پر ځای عملیات کول غواړي چې ولس یې ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.
له تېرو شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي.
د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.