فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
چارواکي وایي د دې اقدام هدف یې زدهکوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي. دا اعلان د خیبر پښتونخوا د ابتدایی او ثانوي تعلیم محکمې د جنورۍ پر ۳۱مه په یوه خبرتیا کې کړی دی.
د تیرا میدان ځینې عیني شاهدانو د خپلو نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه وسلوالو د تیرا د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي شیر محمد اپرېدی او د هغه ملګری ابرار اپرېدی تښتولي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.
د اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د حالاتو ښه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
محمد سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۳مه، مشال راډیو ته وویل چې د ۱۸م اییني بدلون له مخې صوبايي حکومت په ټولو ضلعو کې د پرمختیايي چارو مسوول دی. ده وویل چې د وفاقي حکومت د اقدام په اړه یې د خیبر پښتونخوا له سرکاري وکیل سره خبرې کړې دي او عدالت ته ځي.
په وروستیو کې له افریقايي هېواد مورېتانیا څخه هسپانیې ته د تلونکې کښتۍ اوښتو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه ووژل شول. د یو ورک هلک پلار خان فراز اپرېدي د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې په وروستي ځل یې له خپل زوی سره د جنورۍ پر دویمه نېټه خبرې کړې وې.
د جمرود غاړیزه کې د ۲۰ کلن ځوان اجمل فراز او ۳۸ کلن ولي محمد په کورونو او حجرو کې د لاسنیو مراسم روان دي چې ورته د سیمې خلک دوعا ته ورځي.
د جنورۍ پر ۱۰مه د هغه له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندو ادارو ته امر شوی دی چې په سیمه کې د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال د ورانو شویو کورونو او ودانیو سروې پیل کړي، متاثره کورنیو ته معاوضې ورکړي او تعلیمي ادارې او د صحت مرکزونه بحال کړي.
د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د خیبر ضلعې پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود له شاه کڅ لېویز مرکز څخه ملک نصیر کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل ګرفتار کړل او پېښور ته يې يووړل.
د کوکيخېلو د قانوني ډلې يو غړي او د نيول شويو مشرانو وکيل فرهاد اپرېدي پرون مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد عدالت د ججانو د رخصتۍ له امله ملک نصير او ملک سيد اغا جان د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور های کورټ د اېډيشنل سېشن جج مراد اکمل عدالت ته وړاندې کړل شول.
د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې پولیسو د ملک نصیر کوکيخیل ترڅنګ ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل له جمروده نیولي او پېښور ته یې منتقل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر انضمام مخکې قبایلي ضلعو د "فاټا" په نوم ځانګړی حیثیت درلود، چې د فرنټیر کرایمز ریګولېشن (اېف سي ار) لاندې وې. خلک له رسمي عدالتي نظامه بې برخې وو او خپلې زیاتره مسلې یې په جرګو حلولې.
د ډېسمبر پر ۱۳مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې د حقونو یو شمېر فعالانو وویل چې د تېرې څه مودې راهیسې په سیمه کې خبریالانو، استادانو، او روغتیايي کارمندانو ته وسلوال د بریدونو دړکې ورکوي.
په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې خان ولي اپرېدی یې د نومبر په اتمه شپه نیولی دی.
د خیبر ضلعي انتظامیې د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې پوځي چارواکو د تیرا له مشرانو سره جرګه کړې او د عملیاتو پر مهال د وژل شویو او ژوبلو کسانو کورنیو ته یې معاوضې ورکړې دي.
د باړې سیاسي اتحاد مشر شیرین اپرېدي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې د سیمې امنیت په برخه کې خپل رول ولوبوي.
په تیرا میدان کې موجود عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي چې د نومبر پر ۱۷مه نیټه وسلوالو د پوځ پر کیمپونو له بېلا بېلو اړخونو برید وکړ او ورسره نښتې پیل شوې چې د دوی په وینا تر ډېره وخته روانې وې.
په قبایلي ضلعو کې د ماینونه د چاودېدو له امله په لسګونه کسان وژل شوي او يوشمېر پکې معذوره شوي دي. په معیوبو شویو کې د کورمې ۷ کلن ماشوم هم دی چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۸مه نېټه يې د ماين په چاودنه کې دوه سترګې او يو لاس بایللی. په دې اړه د فرهاد شينواري جوړه کړې دا ويډيو وګورئ
نور وښیئ