د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې بند پاتې ډرېوران: د پاکستان او طالبانو حکومتونه دې ژر لاره بیا پرانیزي


د تورخم په ټرمینل کې لسګونه مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.
د تورخم په ټرمینل کې لسګونه مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم لاره لا هم تړلې ده او په ټرمینل کې لسګونه مال لېږدوونکي ګاډي ایسار پاتې دي.

په تورخم کې د پاکستان یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د وره بیا پرانیستو په لړ کې لا هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د لارې تړلو یوه اونۍ پوره شوې ده.

په سیمه کې ډېری مساپر او ناروغان له تورخمه پېښور ته ستانه شوي دي خو ځینې هلته په جوماتونو او هوټلونو کې دېره دي او د دروازې خلاصېدو ته انتظار باسي.

په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته د مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.

یو افغان ډرېور محمد عمران د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په ټرمینل کې د خوراک، څښاک او د لمونځ اودس سم بندوبست نه شته.

دی وايي، په مالونو د بار ګاډو ټایرونه خرابېږي او د ډرېورانو کورنۍ په تشویش کې دي.

د عمران په خبره، تر هغو چې یې مالونه خپلو ځایونو ته نه وي لېږدولي، د کرایې پیسې نه شي ترلاسه کولای نو حیران دی چې کورنۍ ته لګښت څنګه برابر کړي ځکه چې د روژې میاشت هم په پیلېدو ده.

یو بل ډرېور شېر بهادر خان وویل چې په لارۍ کې یې سېمېنټ بار کړي دي او کابل ته یې لېږدوي خو په تورخم کې ورباندې باران وشو. "موږ پر مال پلاسټېکونه وغوړول ځکه چې که دا لامده شول نو ډېر لوی تاوان به راورسي. د خرچې [پیسې] راسره ختمې شوې دي او یخني هم زیاته ده."

ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.

ټاکل شوې وه چې له کابله د طالبانو د حکومت يو پلاوی تورخم ته ورشي او د فبرورۍ پر ۲۵مه پر صفري نقطه له پاکستانیو چارواکو سره وګوري.

خو د پاکستان د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ ۲۵مې تر ماښامه پورې له کابله کوم پلاوی د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره تورخم ته نه وو ورغلی.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۴مه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالعزیز مصطفی په مشرۍ پلاوي په صفري نقطه کې د پاکستاني پوځ له ځايي مشرانو سره په صفري نکته کې وکتل خو د لارې پرانیستلو په اړه کوم جوړجاړي ته و نه رسېدل.

پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.

پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه ماخوستن مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې ځواکونه د طالبانو د ځینو مورچو پر جوړولو اعتراض لري او وايي چې هغوی په "لانجمنو" ځایونو کې تعمیراتي چارې روانې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او دا چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم لارې بندېدو له وجې د وره دواړو خواوو ته شاوخوا ۲،۰۰۰ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ پاتې دي.

ټرانسپورټران د تورخم دروازې د خلاصون انتظار باسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

هغه لاره تېر کال د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.

د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

البته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د افغان ډرېورانو لپاره د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړل. هغه اجازتنامه تر شپږو میاشتو پورې کار کوي او مال لېږدوونکي ګاډي چلوونکي یې باید تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG