د خیبر سیاسي اتحاد مشران وايي، په خپله سیمه کې د امن پر ځای کېدو له غوښتنې نه په شا کېږي.
دوی وايي، له انتظامي او امنیتي چارواکو سره یې لیدلي خو بیا هم په سیمه کې ناامني روانه ده او ځپل شوي خلک له پامه غورځول شوي دي.
د اتحاد یو مشر شاه فیصل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د حالاتو ښه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
ده وویل، چارواکي باید د امنیت په برخه کې خپله ذمه واري ترسره کړي.
اپرېدي زیاته کړه: "دلته له بده مرغه هېڅوک دا نه وايي چې د دوی په وس کې څه شته او یا څه کولای شي، ټول له دې ځان ګوري."
په وروستیو کې په خیبر او په تېره، په تیرا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر اسلام په څېر وسلوالې ډلې یو ځل بیا فعالې شوي دي.
هغه ډلې د خپلو فعالیتونو د بیا پیل هڅې کوي، خو په ځواب کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد "موثر عملیات" کړي دي.
خو د سیمې سیاسي او قامي مشران وايي، ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونو رسولی دي.
دوی وایي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال یوشمېر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په سیمه کې ولسي خلکو ته د اوښتو زیانونو د مخنیوي لپاره د خیبر سیاسي او قبایلي مشرانو یوه نماینده کمیټي جوړه کړې او له ملکي او پوځي چارواکو سره یی ملاقاتونه شوي. امنیتي چارواکو هغوی ته باور ورکړی چې په تیرا کې به بیا ولسي وګړي نه په نخښه کېږي.
چارواکي وايي چې هدفي او د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات د امنیت ټینګښت او د ولس خوندیتوب لپاره کوي او زیاتوي چې غواړي ځايي خلک هم ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.