د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې پاکستاني او طالب ځواکونو بیا نښتې کړې دي


طالب ځواکونه په تورخم کې - انځور له ارشیفه
طالب ځواکونه په تورخم کې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومتي او پاکستاني پوځيانو يو ځل بیا په تورخم کې نښتې کړې دي.

په تورخم کې د پاکستان د سرحدي‌ ځواکونو (اېف سي) یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه سهار مهال، يو ځل بیا دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې. د هغه په وينا، پر دې مهال سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

دغه چارواکی ادعا کړې ده چې د نښتې پیل د طالبانو سرتېرو وکړ او د اېف سي ځواک پر ایوب او خارغلي پوستو یې د هاوان مرمۍ وتوغول چې په پایله کې یې د دوی اته سرتېري ژوبل شول. نوموړی وايي چې د افغانستان غاړې ته یې د طالبانو پر ځينو پوستو ځوابي بریدونه کړي دي چې ورته یې ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.

تر دې دوه ورځې مخکې هم د دواړو خواوو ترمينځ نښتې شوې وې چې پکې پاکستانيو چارواکو د درو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی وو. بلخوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر درېيمه په يو بیان کې ويلي ول چې په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په هغه جګړه کې یې یو طالب سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د خیبر ضلعې د بلدیاتي حکومت د استازو مشر او د لنډي کوتل (لواړګي) تحصیل چیرمېن شاه خالد شینواري د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د ډزو له وجې ولسي خلک اغېزمن کېږي. د هغه په وينا بايد دا سلسله ودرېږي. "بېګا د شوې جګړې له وجې دواړو غاړو ته مقامي خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. خلک له یو لوی تکلیف سره مخ شوي دي. موږ له دواړو حکومتونو غواړو چې د لنډي کوتل خلکو جرګې ته دې موقع ورکړي چې په درېیمګړیتوب دا مسله هواره کړي."

په تورخم کې د حالاتو د سمېدو او د لارې د خلاصېدو په موخه دوه وارې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.

د یادونې ده چې د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي‌ چې دوی په خپله خاوره کې مورچلې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.

په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.

دغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG