په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تازه نښته شوې ده چې پکې دوه افغان خبریالان او د پاکستان یو ولسي وګړی ژوبل شوي دي.
په تورخم کې د پاکستان د ملېشې ځواک خیبر رایفلز یو افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دواړو لوریو ترمینځ نښته د مارچ پر پینځمه غرمه مهال شوې ده.
ده دعوه وکړه چې طالب سرتېرو یو ځل بیا د ځنګل نومي پوستې د جوړولو چارې پیل کړې وې او چې پاکستانیو سرتېرو منع کړل نو نښته پیل شوه.
دی وايي چې د پاکستان ملېشې ځواک ځوابي ډزې وکړې او ځنګل پوسته یې په نخښه کړه.
په تورخم کې عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوو په نښته کې درنې او سپکې وسلې کارولې دي.
ځايي خلک وايي چې د پاکستان خوا ته په تورخم کې پر یو کور د راکټ لګېدو په پېښه کې یو کس ژوبل شوی دی.
په لواړګي (لنډي کوتل) کې یو ډاکتر مشال راډیو ته وویل چې په روغتون کې یې د ټپي وګړي لومړنۍ درملنه کړې ده او د نور علاج لپاره یې پېښور ته لېږدولی دی.
په همدې حال کې په تورخم کې یو سیمه ییز خبریال مشال راډیو ته ویلي دي چې په نښته کې دوه افغان خبریالان ژوبل شوي دي.
هغه خبریال د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پژواک اژانس خبریال محمد شینواری او د حریت ووبپاڼې خبریال عزیز الحسن نعماني د نښتې پر مهال په تورخم کې ول او راپور یې تیاراوه چې د هاوان په مرمۍ ټپي شول.
دی زیاتوي چې د دواړو خبریالانو روغتیايي وضعیت خراب دی.
البته تر اوسه په نښته کې د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه معلومات نه شته.
په تېرو څو ورځو کې په تورخم کې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې شوې دي چې پکې چارواکو د درې پاکستانیو سرتېرو د ژوبلېدو او د یو طالب سرتېري د وژنې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
داراز، په تورخم کې د حالاتو د سمېدو او د لارې د خلاصېدو په موخه دوه وارې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.
د یادونې ده چې د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي چې دوی په خپله خاوره کې مورچلې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.