د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي وسلوالو د تيرا د سوداګرو اتحادیې مشر وژلی دی


وسلوالو د جنورۍ پر ۳۰مه د تيرا د سوداګرو اتحاديې مشر حاجي شیر محمد تښتولی وو.
وسلوالو د جنورۍ پر ۳۰مه د تيرا د سوداګرو اتحاديې مشر حاجي شیر محمد تښتولی وو.

د خيبر پوليس وايي چې نامعلومه وسلوالو د تیرا د سوداګرو اتحادیې مشر او د هغه ملګری وژلي دي.

د ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د فبرورۍ پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې له تیرا څخه د جنورۍ پر ۳۰ نیټه تښتول شوی د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي شیر محمد اپرېدی او د هغه ملګری ابراراپرېدی وسلوالو په ډزو وژلي دي.

ځینې عیني شاهدانو هم مشال رېډیو ته د وژنو تصدیق کړی دی. د پېښې ذمه واري تراوسه پورې هېچا نه ده منلې.

کله چې د جنورۍ پر ۳۰مه جاجي شیر محمد او ابرابر اپرېدي وسلوالو وتښټول ول نو هغه مهال د باړې یو سیاسي فعال عبدالرازق اپرېدي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په خپاره کړي ويډيويي پيغام کې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلو له وسلوالو غوښتنه کړې وه چې دواړه تښتول شوي کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د باړې او تیرا ځایي خلک وایي چې شیر محمد اپریدۍ په تیرا میدان کې د ویجاړو شوو بازارونو د بیا بحالۍ لپاره فعاله وو او په دې تړاو به يې په ولسي غونډو کې ویناوې کولې.

په تیرا میدان کې په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام په نوم وسلوالو ډلو کسان یو ځل بیا راښکاره شوي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي. خو د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد مؤثر عملیات کړي دي.

خو د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران وايي، په تیرا کې ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونه رسوي.

دوی د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د جنورۍ پر دریمه په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر او مدني فعال عبدالرازق اپرېدي کور نامعلومه وسلوالو په بارودي موادو الوځولی وو.

XS
SM
MD
LG