د خیبر سیاسي او مدني فعالانو د مارچ پر اتمه په تورخم کې د امن او له افغانستان سره د هغه دروازې د خلاصولو لپاره په لواړګي (لنډيکوتل) کې لاريون وکړ.
د لاريون ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل چې خپلمينځۍ شخړې د خبرو اترو له لارې حل او د تورخم دروازه خلاصه کړي.
تر لاريون وروسته يو ځايي سياسي فعال شاه رحمان شينواري مشال راډيوته وويل، د دواړو خواو حکومتونه بايد ولسونو ته د ستونزو جوړولو پر ځای د هغوی د ژوند د ښه والي فکر وکړي. "موږ دواړو حکومتونو ته خواست کوو چې د بدامنۍ او تربګنۍ دا حالت نور له مينځه يوسي. دوی بايد د سيمې د امن لپاره کار وکړي. د ولس د تعليم او روزګار چارو ته بايد پام وکړي. اوسمهال ټرانسپورټ او قانوني تجارت، دا هر څه بند دي."
پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د خيبر امن مارچ دې غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د فرورۍ له ۲۱ مې نېټې راهیسې د تورخم دروازه په دې تور تړلې ده چې افغان طالبان په ممنوعه سيمه کې نوې پوستې جوړوي. خو د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي چې په خپلو حدودو کې تعمیراتي کارونه کوي او په وينا يې چې د پاکستان لخوا د دروازې تړلو کار بې جوازه دی.
د دې مسلې د هواري په موخه دواړو خواو دوه وارې خبرې هم کړي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې. د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي ځواکونوپه تورخم کې پر يو بل درنې او سپکې وسلې کارولي چې دواړو غاړو ته يې مرګژوبله اړولې.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکی وايي چې هلته په تېره یوه اونۍ کې د ترینګلتیا او نښتو له وجې تر ۱۰۰۰ زیات وګړي بې ځایه شوي دي. هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي چې دوی تر اوسه بې کوره شویو ته ۳۰۰ خیمې ورکړې دي.
بلخوا د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ پر شپږمه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره ولیدل او ورڅخه یې د خبرو له لارې د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د مارچ پر شپږمه د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې په مذاکراتو دې مسله حل کړي.
په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي. هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.