د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې جرګې ویلي د ناامنۍ پرضد قامي اتحاد جوړوي


په خیبر کې یو ولسي مشر جرګې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
په خیبر کې یو ولسي مشر جرګې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې په باړه کې د تیرا او باړۍ ولسي مشرانو په یوه جرګه کې د ناامنۍ پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې د امنیت باوري کولو غوښتنه کړې ده.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په جرګه کې د خیبر ولسي مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې وویل چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

د باړۍ د سیاسي ګوندونو اتحاد مشر شیرین اپرېدي جرګې ته په وینا کې وویل چې د بدامنۍ پر ضد قامي اتحاد جوړوي. "موږ به داسې تګلاره جوړه کړو او پر تاسو به غږ کوو چې د بدامنۍ پر ضد ټول یوځای شو. له دې څخه موږ نه خلاصېږو. جګړه درشل ته رارسېدلې ده او ځینې خلک یې احساسوي، خو ځینې لا هم بې‌پروا دي."

انتظامیې او امنیتي چارواکو تر اوسه د باړۍ قامي مشرانو د جرګې تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې یې په وار وار ویلي چې په سیمه کې د امنیت بحالۍ لپاره هدفي عملیات کوي.

خیبر ضلع له پېښور سره نېږدې پرته ده چې له تیرا، باړه، جمرود، او لنډي کوتل (لواړګي) تحصیلونو څخه جوړه ده. هغه سیمه په تېرو دوو لسیزو کې د هدفي وژنو، وسلوالو فعالیتونو، او د پوځي عملیاتو له کبله متاثره شوې ده.

خیبر ضلع د ۲۰۰۰مې لسیزې د پیل په کلونو کې د وسلوالو ډلو د فعالیت مرکز شو چې په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، لشکر اسلام، او نورې وسلوالې ډلې پکې موجودې وې. خو وروسته پوځ هلته عملیات وکړل او سیمه ېې له وسلوالو پاکه اعلان کړه.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې هلته ناامني بیا زیاته شوه او وسلوالې ډلې یو ځل بیا فعاله شوي چې پر سوداګرو، قومي مشرانو، او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو په خیبر ضلع کې دوه سوداګر تر تښتولو وروسته ووژل. تر دې مخکې یې د جنورۍ پر څلورمه په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند د ځايي مشر عبدالرازق اپرېدي کور په بارودي موادو والوځاوه.

په خیبر کې خلکو وخت په وخت د ناامنۍ خلاف جرګې، احتجاجونه او لاریونونه کړي دي.

په خیبر کې مېشتو امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې هلته یوازې وسلوال په نخښه کوي. دوی وايي، د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي او زیاتوي چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG