د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرېوران وايي روژه ورباندې راغله او تورخم کې بند پاتې دي


ډرېوران وايي روژه ورباندې راغله او تورخم کې بند پاتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم ور د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اتمه ورځ هم تړلی دی او په لاره او ټرمینل کې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي. په تورخم کې د پاکستان یو انتظامي چارواکي د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې لا هم د لارې د بیا پرانیستو په برخه کې پرمختګ نه دی شوی. ډرېوران وايي د لارې بندېدو له کبله له سخت مشکل سره مخامخ دي او باران یې په ګاډو کې مالونه خرابوي. دوی وايي، روژه ورباندې راغله نو د دواړو خواوو چارواکي دې ژر دروازه خلاصه کړي. د فبرورۍ پر ۲۴مه د طالبانو او پاکستان حکومتي چارواکو پر صفري نقطه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل. پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم ور وتاړه چې په وینا یې، طالبانو هلته په "لانجمنو" ځایونو کې مورچې جوړولې او پر شکایت سربېره یې دې کار ته دوام ورکړ. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او زیاتوي چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG