د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لارې تړل کېدو له وجې شاوخوا ۲،۰۰۰ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ پاتې دي


له لواړګي څخه تورخم ته پر تلونکې لاره ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.
له لواړګي څخه تورخم ته پر تلونکې لاره ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم لاره د فبرورۍ پر ۲۶مه پر شپږمه ورځ هم د مساپر او سامان لېږدوونکو ګاډو پر مخ تړلې پرته ده.

ټاکل شوې وه چې له کابله د طالبانو د حکومت يو پلاوی تورخم ته ورشي او د فبرورۍ پر ۲۵مه پر صفري نقطه له پاکستانیو چارواکو سره وګوري.

خو د پاکستان د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ ۲۵مې تر ماښامه پورې له کابله کوم پلاوی د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره تورخم ته نه وو ورغلی.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۴مه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالعزیز مصطفی په مشرۍ پلاوي په صفري نقطه کې د پاکستاني پوځ له ځايي مشرانو سره په صفري نکته کې وکتل خو د لارې پرانیستلو په اړه کوم جوړجاړي ته و نه رسېدل.

پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.

پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه ماخوستن مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې ځواکونه د طالبانو د ځینو مورچو پر جوړولو اعتراض لري او وايي چې هغوی په "لانجمنو" ځایونو کې تعمیراتي چارې روانې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او دا چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم لارې بندېدو له وجې د وره دواړو خواوو ته شاوخوا ۲،۰۰۰ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ پاتې دي.

په تورخم کې د سوداګرانو د ټولنې مشر واحد خان شینواري د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پر تورخم پوله هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې لارۍ اوړي او د لارې بندېدو له وجې دوه اړخیزه سوداګري زښته اغېزمنه شوې ده.

له دې پرته، سلګونه کسان، چې ناروغانو او د هغوی پایوازان هم پکې شامل دي، په لاره کې بند پاتې دي. مساپر وايي، د تورخم ور تړل کېدو له وجې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

ټرانسپورټران د تورخم دروازې د خلاصون انتظار باسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

هغه لاره تېر کال د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.

د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

البته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د افغان ډرېورانو لپاره د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړل. هغه اجازتنامه تر شپږو میاشتو پورې کار کوي او مال لېږدوونکي ګاډي چلوونکي یې باید تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG