د پښتون قامي جرګې غړو او پلویانو او د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو په خیبر ضلع کې د خپل یو مشر ملک نصیر کوکیخېل او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر علي وزیر په ګډون د نورو زنداني فعالانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسه کړې ده.
د پښتون قامي جرګې په نوم جوړښت د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې د غورځنګ په کوربه توب د پښتنو د حقونو لپاره د شوې پراخې درې ورځنۍ جرګې پر مهال جوړ شوی وو.
د فبرورۍ نهمې جلسه په جمرود کې د خیبر له تاریخي وره (باب خیبر) سره نېږدې وشوه چې پکې د پښتون قامي جرګې مرکزي ویاند ملک برکت کوکیخېل، د جماعت اسلامي مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر مشتاق احمد خان، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر ضلعې مشر عبدالرزاق اپرېدي، د جمعیت علمای اسلام (ف) د خیبر مشر مولانا حضرت خان او لسګونه مخکښو فعالانو، سیاستوالانو او ولسي مشرانو ګډون وکړ.
دوی په خپلو ویناګانو کې د کوکیخېل او د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو پرضد د پولیسو مقدمې وغندلې او له حکومته یې په سیمه کې د امنیت غوښتنه هم وکړه.
مشتاق احمد خان جلسې ته په وینا کې له حکومته د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه. "موږ نن له تورو بیرغونو سره دا احتجاج کوو او دا غوښتنه کوو چې د ملک نصیر کوکیخېل، د پي ټي اېم مخکښ او [د قامي اسمبلۍ پخواني غړي] علي وزیر او عبدالصمد وزیر په شمول دې ټول بلا جوازه بندي پښتانه مشران خوشې شي. په کار ده چې دا ظلم نور بند شي."
په جلسه کې مشرانو په وروستیو کې د خیبر په تیرا میدان کې د تښتول شویو سوداګرو حاجي شېر محمد اپرېدي او ابرار اپرېدي د وژنې غندنه وکړه او پر وسلوالو ډلو یې غږ وکړ چې نور یې دا ډول "ظلمونه نه زغمي."
د عوامي نیشنل ګوند د خیبر ضلعې مشر عبدالرزاق اپرېدي جلسې ته وویل چې وسلوالو هغه سوداګر په "رڼا ورځ" تښتولي ول او و یې وژل. "دا یې سخت ظلم کړی دی. نن د هر ډلې وسلوال ته وایم چې دا دوه تنه هر چا وژلي، ډېر ظلم او کفر یې کړی دی."
اپرېدي په خپلو خبرو کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، جماعت الاحرار، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر" وسلوالو ته ښېرې وکړې.
د هغو سوداګرو د تښتونې او وژنې ذمه واري چا نه وه منلې خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
د جلسې پر مهال په خیبر ضلع کې پر امنیتي ځواکونو هم نیوکې وشوې او ویناوالو وویل چې پوځ په تیرا او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په امنیت کې پاتې راغلي دي.
د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو لا د پښتون قامي جرګې د جلسې ګډونوالو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.
د خیبر جلسه پر داسې مهال شوې چې د ملک نصیر کوکیخېل وکیل وايي چې عدالت یې موکل ته په اووه مقدمو کې ضمانت ورکړی او په پينځو مقدمو کې یې د ضمانت ترلاسه کولو هڅه کوي.
د خيبر پوليسو ملک نصير کوکيخېل د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود په شاکڅ کې د لېويزو له دفتره ګرفتار کړی وو.
پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۴ز په اګست کې يې د تيرا راجګال کډوالو په احتجاجي پرلت کې د رياست ضد ويناوې کړې وې او وروسته يې د همهغه کال په اکتوبر مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د وربلل شوې پښتون قامي جرګې لپاره په جمرود کې د کوکيخېلو مشترکه ځمکه ورکړې وه.
خو ملک نصير کوکيخېل ويلي دي چې د تيرا د کډوالو او په ټوله کې د پښتنو پر سيمو يې د امن او د هغوی د حقونو لپاره د سوله ييز غږ پورته کولو خپل قانوني او اييني حق کارولی دی او له هر ډول تشدد او تاوتريخوالي څخه يې ډډه کړې ده.
داراز، د پي ټي اېم مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال له اګست راهیسې بندي دی. پر هغه د ریاست پرضد د ویناګانو، د خلکو پارولو، ترهګرۍ، له پولیسو د ټوپک اخیستو او ورباندې د حملې کولو، د عامه نظم ګډوډولو او نشه يي موادو ګرځولو او نورو تورونو پر اساس یوشمېر مقدمې دایرې شوې دي.
د اسلام اباد او د پنجاب د راولپېنډۍ ،جهلم او بکر ضلعو په بېلابېلو زندانونو کې تر بند وروسته د بلوچستان پوليسو په نومبر کې د حب سېمې د ۲۰۲۲ کال په يوه مقدمه کې د علي وزیر ګرفتاري ظاهره کړه. د نوموړي وکیل وايي، هغه مقدمه په داسې وخت کې دایره شوې وه چې وزیر د کراچۍ په زندان کې بندي وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا پر علي وزیر لګېدلي تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د هغو مقدمو هدف د غورځنګ د فعالیتونو مخه ډب کول دي.
په تېرو ۱۰ کلونو کې د وزیر پر ضد تر ۱۰۰ زیاتې مقدمې جوړې شوې دي، ۱۲۳ ځلې عدالتونو ته وړاندې شوی او په ټولیز ډول یې څه باندې درې کاله بند تېر کړی دی.
له وزیر پرته د پي ټي اېم یوشمېر نور مخکښ فعالان هم په زندانونو کې دي چې د خوشې کولو لپاره یې په بیا بیا مظاهرې، غونډې او لاریونونه شوي دي. پر ډېریو فعالانو د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغوی یې ردوي.