د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم ور نن پر درېیمه ورځ هم تړلی دی


د تورخم ور په تېرو څو کلونو کې په بیا بیا تړل شوی دی - پخوانی انځور.
د تورخم ور په تېرو څو کلونو کې په بیا بیا تړل شوی دی - پخوانی انځور.

پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۳مه پر درېیمه ورځ هم تړلې ده.

پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.

د پاکستان د ملېشه ځواک چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ ۲۲مې شپې مهال یې یوازې هغو شپږو افغان کورنیو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړې چې غوښتل یې خپل مړي د جنازې او خاورو ته سپارلو لپاره افغانستان ته ولېږدوي.

دوی زیاته کړه چې تر اوسه پر صفري نقطه د پاکستان او د طالبانو د امنیتي ځواکونو ترمینځ مذاکرات نه دي شوي.

پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه ماخوستن مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې ځواکونه د طالبانو د ځینو مورچو پر جوړولو اعتراض لري او وايي چې هغوی په "لانجمنو" ځایونو کې تعمیراتي چارې روانې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او دا چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي چې د تورخم کمیسار له خلکو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا دې پر هغه لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

هغه لاره تېر کال د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.

د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

البته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د افغان ډرېورانو لپاره د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړل. هغه اجازتنامه تر شپږو میاشتو پورې کار کوي او مال لېږدوونکي ګاډي چلوونکي یې باید تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG