د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: وسلوالو د سوداګرو ټولنې مشر او د هغه ملګری تښتولي


په خیبر کې د وروستیو ناامنيو ضد وخت په وخت احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر کې د وروستیو ناامنيو ضد وخت په وخت احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

په خيبر کې د سوداګرو د ځايي اتحاديې مشر او د هغه يو ملګری ناپېژندليو وسلوالو تښتولي دي.

د تیرا میدان ځینې عیني شاهدانو د خپلو نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه وسلوالو د تیرا د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي شیر محمد اپرېدی او د هغه ملګری ابرار اپرېدی تښتولي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.

د خیبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډيو ته د دې پېښې تصديق وکړ او زياته يې کړه چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه چا د هغوی د تښتولو ذمه واري نه ده منلې، خو د باړې یو سیاسي فعال عبدالرازق اپرېدي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په خپاره کړي ويډيويي پيغام کې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلو له وسلوالو غوښتنه کړې چې دواړه تښتول شوي کسان دې ژر تر ژره راخوشې کړي.

په تیرا میدان کې په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام په نوم وسلوالو ډلو کسان یو ځل بیا راښکاره شوي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي. خو د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد مؤثر عملیات کړي دي.

خو د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران وايي، په تیرا کې ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونه رسوي.

دوی د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د جنورۍ پر دریمه په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر او مدني فعال عبدالرازق اپرېدي کور نامعلومه وسلوالو په بارودي موادو الوځولی وو.

XS
SM
MD
LG