چارواکي وايي، په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمینځ د لارې پرانیستو په اړه خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.
په تورخم کې یو پاکستاني امنیتي چارواکي، له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر دویمه د پاکستان د امنیتي او د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمینځ غونډه د سهار له ۱۰ بجو راهیسې روانه وه چې ماسپښین مهال بې نتیجې پای ته ورسېده.
هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل خو هلته موجودو دوو عیني شاهدانو، چې د نوم نه خپرولو غوښتنه یې وکړه، مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې د دواړو خواوو چارواکو ترمینځ تودې خبرې هم وشوې او بیا طالب چارواکي له صفري نقطې خپل لوري ته ستانه شول.
په همدې حال کې په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت، د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته ویډیويي بیان استولی دی، او پکې یې ویلي دي چې د ننګرهار د والي مرستیال مولوي عزیز الله مصطفا په مشرۍ پلاوي د پاکستان د امنیتي ځواکونو د کرنل وقاص په مشرۍ لا پلاوي سره خبرې وکړې.
حکمت وايي چې طالبانو د پاکستان چارواکو ته وویل چې لاره به "۲۴ ګېنټې" یا ساعتونه خلاصه وي، دواړه خواوې به سوداګري زیاتوي، د مریضانو پر تګ راتګ به محدودیتونه نه وي، مساپرو ته به تکلیف نه ورکول کېږي او په راتلونکې کې به لاره نه بندېږي، "موږ او تاسې به لاره نه بندوو" او "تجارت او سیاست" به له یو بله جلا ساتل کېږي.
د طالبانو کمیسار زیاته کړه چې پر دې څلورو نکتو یې خبرې وکړې او اوس به دواړه لوري له خپلو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره غږېږي او بیا به د لارې پرانیستو په اړه پرېکړه کېږي.
تر دې مخکې تمه کېده چې د مارچ دویمې په خبرو کې به لاره بیا پرانیستل شي او د دې لپاره د پاکستان لوري ته د کسټمز (ګمرک)، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او د مهاجرت چارو (اېمیګرېشن) دفترونه هم پرانیستل شوي ول.
د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو هغه ور پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د پوستو جوړولو پر سر د لانجې له کبله وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او دا چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
البته له هغه وخت راهیسې د طالبانو او پاکستان حکومتي چارواکو د لارې بیا پرانیستو په اړه څو ځلې خبرې کړې دي خو لا نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د لارې تړل کېدو له وجې د تورخم دواړو خواو ته لسګونه مال لېږدوونکي ګاډي ایسار پاتې دي.
داراز په سیمه کې ډېری مساپر او ناروغان له تورخمه پېښور ته ستانه شوي دي خو ځینې هلته په جوماتونو او هوټلونو کې دېره دي او د دروازې خلاصېدو ته انتظار باسي.
په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته د مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
هغه لاره تېر کال د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.
د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.
تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.
هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.
پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.
البته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د افغان ډرېورانو لپاره د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړل. هغه اجازتنامه تر شپږو میاشتو پورې کار کوي او مال لېږدوونکي ګاډي چلوونکي یې باید تمدید کړي.