فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
هغه لاره د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه. تر هغې یوه ورځ وروسته چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې لاره پرانیستل شوې، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو چا ته د تګ اجازه نه ورکوله.
په تورخم کې د ګمرک یا کسټمز ادارې یو چارواکي عدنان خان مشال راډیو ته وویل چې د هغو اسنادو لرل د اګست له لومړۍ څخه عملي شوي دي او چې کوم ډرېوران یې لري، هغوی په ازادۍ تګ راتګ کولای شي.
د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، چې د جولای ۳۰مې په شپه، په لنډي کوتل کې د پولیسو په ګزمه په هغه برید کې یو پولیس افسر او یو عادي وګړی ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
په خیبر کې د بشري حقونو فعالان وايي چې په وروستیو کې له هغې ضلعې څخه په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیات شوی دی. دوی وايي چې اکثر ناراجسټره سفري شرکتونه ځوانان نورو هېوادونو ته لېږدوي چې له وجې یې هغوی بیا په بهرنیو هېوادونو کې پټ اوسېدو ته اړ شي. نور په دې رپورټ کې.
په تورخم کې پاکستان ته د تلونکو ځینو افغانانو د ستنولو بهیر دوام لري. پاکستاني چارواکي وايي چې هغوی طبي یا د تعلیم ویزې په ناسمو یا جعلي اسنادو ترلاسه کړې دي. خو مساپر وايي چې ویزې ورته په کابل کې اېجنټانو د پاکستان له سفارته اخیستي دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آیی اې) د تورخم څانګې مرستیال مشر یاسر خان، مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې۱۲۰ هغه افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې د پاکستان لپاره یې طبي او سټوډنټ ویزې جعلي اسنادو اخیستې وې.
د بر قمبرخېلو سريشتې يا د کمېټۍ مشرانو د جولای پر ۱۷مه په غونډه کې وويل چې يو خوا يې وسلوال وژني او باج (قلنګ) ترې اخلي نو بل خوا يې امنيتي ځواکونه ځوروي او نيسي یې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د جولايي پر ۱۲مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلې چې افغان محصیلونو ته به طبیعي او ټولنیزو علومو یا نیچرل او سوشل ساینسز برخو کې د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې داخلې ورکوي.
روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
د خیبر د باړې ملک دین خیلو یو قبایلي مشر او سیاسي فعال هاشم خان اپریدي مشال راتډیو ته وویل چې چې هلته د روانې ناامنۍ او پوځي عملیاتو له امله خلک ځانونه خوندي نه احساسوي.
شاهجهان شينواري مشال راډيو ته وويل چې پخوا پر يو ټرک تر ۳۰۰،۰۰۰ روپیو پورې ټیکس وو چې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې شاوخوا ۱۲ لکه ته رسېدلی دی.
په خیبر ضلع کې له یوې مودې راهیسې د امنیت وضع خرابه ده. د جون پر ۳۰مه شپې مهال د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس او یو د اېف سي ځواک سرتېری ووژل شول.
پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی.
د خيبر د پوليسو مشر سلیم کلاچي د جولايي پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې پوليسو او اېف سي د خيبر درې پر لويه لار ناکه لګولې وه چې د وسلوالو د درنو وسلو تر بريد لاندې راغلل.
پرلت د خیبر درې پر لار د سرک یوې غاړې ته روان دی او هره ورځ ورته سیاسي او ټولنیز فعالان ویناګانې کوي او هلته په مختلفو ځایونو کې د امن لاریونونو او احتجاجونو لپاره پلانونه جوړوي.
د خیبر قومي اتحاد له خوا په لنډي کوتل کې د روانې بدامنۍ پرضد او د امن لپاره یو لاریون او احتجاجي مظاهره کړې ده. د جون پر ۲۵مه په مظاهره کې قومي او سیاسي مشرانو وویل چې حکومت دې په سیمه کې په هدفي وژنو او ناامنۍ په پېښو کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي.
نور وښیئ