د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او طالب چارواکو د تورخم لارې خلاصولو په اړه مذاکرات کړي


د تورخم دروازه نن د  فبرورۍ پر ۲۵مه هم تړلې پرته ده. پخوانی انځور
د تورخم دروازه نن د  فبرورۍ پر ۲۵مه هم تړلې پرته ده. پخوانی انځور

د پاکستان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي پلاوي ترمينځ د تورخم په "ممنوعه" ځایونو کې د تعمیراتي کارونو په اړه مذاکرات شوي دي.

په تورخم کې د ایف سي ځواک یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د دواړو غاړو ترمینځ خبرې اترې د فبرورۍ پر ۲۴مه په تورخم کې شوې دي چې پکې د دروازې د خلاصولو پرېکړه ونه شوه.

د تورخم لاره نن د فبرورۍ پر ۲۵مه هم تړلې پرته ده او ښايي د خلاصېدو په اړه يې د چارواکو ترمینځ بیا خبرې وشي.

بلخوا په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې مشر واحد خان شینواري د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال رېډیو ته ویلي چې د تورخم دروازې تړلو سره د دواړو هېوادونو په تجارت ناوړه اغیز شوی دی.

"دلته په پوله له ۳۰۰ واخلې تر ۵۰۰ پورې ګاډي اوړي. برامدات ځي او درې څلوره سوه ګاډي درامدات کوي. په دې کې د درې، څلورو زره کسان روزګار هم تړلی دی. د پاکستان پالیسۍ جوړونکي له تجارته نه دې خبر. د پاکستان برامدات بالکل صفر ته رسېدلي."

د پاکستان چارواکو د سوداګرو د دې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ویلي.

ټرانسپورټران د تورخم دروازې د خلاصون انتظار باسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.

پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه ماخوستن مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې ځواکونه د طالبانو د ځینو مورچو پر جوړولو اعتراض لري او وايي چې هغوی په "لانجمنو" ځایونو کې تعمیراتي چارې روانې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، پر خپله خاوره تاسیسات جوړوي او دا چې پاکستاني لوري بې له "خبرداري" لاره تړلې او ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

هغه لاره تېر کال د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه.

د پاکستان له تازه اقدام سره د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

البته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې د افغان ډرېورانو لپاره د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړل. هغه اجازتنامه تر شپږو میاشتو پورې کار کوي او مال لېږدوونکي ګاډي چلوونکي یې باید تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG