چارواکي وايي چې په تورخم کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمینځ په تازه نښته کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د مارچ پر درېيمه په يو بیان کې ويلي چې په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه یو طالب وسله وال وژل شوی دی. بلخوا په تورخم کې د امنيتي ځواکونو (خیبر رایفلز) يوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ پر درېيمه له مشال رېډيو ته سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د شپې مهال د طالبانو ځواکونو د دوی پر ایوب نومې پوسته ډزې کړې او درې سرتېري او يو ولسي وګړی يې زخمي کړي دي. د هغه په خبره، دوی هم ځوابي حمله کړې ده.
عیني شاهدانو مشال رېډيو ته ويلي چې تر دې تازه نښتې وروسته د تورخم له باچا مېني کلي څخه ځینو کورنیو لنډيکوتل (لواړګي) ته کډه کړې ده. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رسمي دولتي اژانس، باختر، ويليچې ډزې پاکستانيوو ځواکونه پيل کړي چې طالبانو ورته ځواب ووایه. د باختر اژانس د راپور ترمخه، "طالب ځواکونه خپلې خوا ته په فعاليت بوخت وو چې ډزې پرې وشوې".
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر دویمه د خیبر پښتونخوا اعلا وزير په پیښور کي د طالبانو د حکومت تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ مشر حافظ محب الله شاکر سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د تورخم دروازې پر خلاصېدو خبرې کړې وې. ملاقات تر هغې څو ساعته وروسته شوی چې په همغه ورځ په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمینځ د لارې پرانیستو په اړه خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي وې.
د یادونې ده چې د فرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي چې دوی په خپله خاوره کې مورچلې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته د مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي. ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو په ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم بندېږي او په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده. د پاکستان او افغانستان ترمنځ، له ۱۸ لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.