فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
د خیبر د باړې ملک دین خیلو یو قبایلي مشر او سیاسي فعال هاشم خان اپریدي مشال راتډیو ته وویل چې چې هلته د روانې ناامنۍ او پوځي عملیاتو له امله خلک ځانونه خوندي نه احساسوي.
شاهجهان شينواري مشال راډيو ته وويل چې پخوا پر يو ټرک تر ۳۰۰،۰۰۰ روپیو پورې ټیکس وو چې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې شاوخوا ۱۲ لکه ته رسېدلی دی.
په خیبر ضلع کې له یوې مودې راهیسې د امنیت وضع خرابه ده. د جون پر ۳۰مه شپې مهال د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس او یو د اېف سي ځواک سرتېری ووژل شول.
پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی.
د خيبر د پوليسو مشر سلیم کلاچي د جولايي پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې پوليسو او اېف سي د خيبر درې پر لويه لار ناکه لګولې وه چې د وسلوالو د درنو وسلو تر بريد لاندې راغلل.
پرلت د خیبر درې پر لار د سرک یوې غاړې ته روان دی او هره ورځ ورته سیاسي او ټولنیز فعالان ویناګانې کوي او هلته په مختلفو ځایونو کې د امن لاریونونو او احتجاجونو لپاره پلانونه جوړوي.
د خیبر قومي اتحاد له خوا په لنډي کوتل کې د روانې بدامنۍ پرضد او د امن لپاره یو لاریون او احتجاجي مظاهره کړې ده. د جون پر ۲۵مه په مظاهره کې قومي او سیاسي مشرانو وویل چې حکومت دې په سیمه کې په هدفي وژنو او ناامنۍ په پېښو کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي.
د جون پر ۲۲مه، د لنډي کوتل په تکیا میدان کې وهل شوي پرلت ته په وینا کې فعال ګل بهادر اپریدي وویل چې له حکومته په هره هدفي وژنه کې د ککړو خلکو نیول غواړي. هغه وویل په داسې پېښو کې د ککړو خلکو لپاره د "نامعلومه کسانو" اصطلاح نوره نه مني.
د خیبر ضلع په جمرود کې خبریالانو د خبریال خلیل اپریدي د وژنې پرضد یوه احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د سیمېخبریالانو او سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ. احتجاج کونکو له جمرود پریس کلبه تر تر باب خیبرهې لاریون وکړ.
بېرسټر سيف د لنډي کوتل په پریس کلب کې خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې حکومتي ادارو د اپرېدي د وژنې پلټنې پیل کړي او هڅه کوي چې د هغې پېښې عاملین زر تر زره ونیول شي.
د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې ګڼو خبریالانو او فعالانو د خپل یو ملګري د وژنې ضد مظاهره کړې ده. د جون ۱۹مې احتجاج ګډونوالو له حکومته د خلیل جبران اپرېدي په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو او د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کوله. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د خبریالانو ټولنې مشر شمس مومند تر جنازې وروسته خبریالانو ته وویل چې د جون پر ۲۱مه پر باب خیبر (د خیبر دروازې) مظاهره کوي چې پکې به له حکومته د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب غوښتنه کوي.
د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله دفتر د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې ستنېدونکو ته خیمې، کمپلې او د خوراک څښاک لوښي ورکوي.
د شخصي سکولونو ځینو مالکانو د جون پر پينځمه د ويرې له کبله د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې نامعلومه کسان د ټېلېفون له لارې ورڅخه د باج غوښتنه کوي چې دې کار دوی ډېر اندېښمن کړي دي.
د خیبر ضلعې د کرنې ادارې مرستیال مشر ضیاالاسلام مشال راډیو ته وویل چې په تیرا دره کې یې په لومړي ځل په غوزانو (چارمغز يا جوز) او ځنګلي زیتونو کې قلم کاري کړې ده او د مشرومونو (پوڅکيو، خرړي یا خړوب) له فصل څخه یې حاصلات اخیستي دي.
د خیبر ضلعې په لوړاګې (لنډي کوتل) کې د پښتو نومیالي شاعر امیر حمزه خان شینواري مزار او کلتوري ودانۍ د ښکلا او مرمت وروسته د ولس لپاره پرانيستل شوی ده. په مزار کې د ګنبدې او کلتوري ودانۍ ترڅنګ اوس کتابتون هم جوړ شوی دی.
امیر حمزه خان شینواری، چې په حمزه بابا مشهور دی، یو مشهور پښتو شاعر وو. هغه په ۱۹۰۷ ز کال کې په لوړاګي (لنډي کوتل) کې زیږیدلی او په ۱۹۹۴ کال کې وفات شوی دی. هغه په خپلو شعرونو کې د مینې، تصوف او فلسفې موضوعات بیان کړي دي. حمزه بابا په پښتو غزل کې د ځانګړي سبک څښتن دی.
د لواړګي تحصيل چيرمين شاه خالد خان د مې پر ۲۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره د تورخم تر څنګ ټولې لارې د ازاد او بشپړ تجارت لپاره پرانیزي.
د خیبر په باړه کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې د وران شوي سرکاري سکول د بیا رغونې کار درېدلی دی.
نور وښیئ