د تورخم د کشالې د هواري لپاره د پاکستان او افغانستان د لوریو ګڼو مشرانو جرګه کړې ده.
د مارچ پر نهمه په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټانو ټولنې په دفتر کې شوې هغې جرګه کې د دواړو خواوو قومي مشران، سوداګر، دینی عالمان، د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو چارواکو او ټرانسپورټران شامل ول.
په جرګه کې شریک قومي مشر او د لواړګي (لنډي کوتل) تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري مشال راډیو ته وویل چې د دواړو خواو مشران هڅه کوي چې حالات زر تر زره معمول ته ستانه کړي. "دواړو خواوو مشران په دې متفق شول چې په تورخم کې دې اوربند عملي شي، او په دې لړ کې دې ژر تر ژره د امن تیږه کېښودل شي. تورخم دروازه دې خلاصه کړل شي، او په صفري نکته کې دې د نوو پوستو او تاسیساتو جوړولو کار ودرول شي."
شینواري زیاته کړه چې افغان لوري طالب چارواکو ته د دغو وړاندیزونو رسولو لپاره دوه ورځې مهلت غوښتې. په دې جرګه کې د پاکستان له لوري ۳۵ او د افغانستان له لوري ۲۲ مشرانو ګډون درلود. دوی به نن (د مارچ پر لسمه) یو ځل بیا سره کښېني.
په ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد مشال راډیو ته وویل چې د جرګې په لومړۍ ورځ یې ښې پرېکړې وکړې."په ډېر تفاهم او خوښۍ سره دغه جرګه پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې په لومړي قدم کې به ډزبندي او جنګ به پای ته رسېږي، او په دوهمه مرحله کې به لاره خلاصیږي. هغه غوښتنې چې زموږ او د دوی لخوا وي، هغه هم شریکې شوې، ترڅو موږ له خپلو چارواکو او دوی له خپلو چارواکو سره شریکې کړو. نو سبا یا بل سبا به دروازه هم د مسافرو او هم د ترانزیټ پر مخ پرانیستل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر پینځمه هم په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تازه نښته وشوه چې پکې دوه افغان خبریالان او د پاکستان یو ولسي وګړی ژوبل شول.
په تېرو څو ورځو کې په تورخم کې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې شوې دي چې پکې چارواکو د درې پاکستانیو سرتېرو د ژوبلېدو او د یو طالب سرتېري د وژنې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. همداراز، په تورخم کې د حالاتو د سمېدو او د لارې د خلاصېدو په موخه دوه وارې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.
د یادونې ده چې د فرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي چې دوی په خپله خاوره کې مورچې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي. هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده. د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.