د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تورخم لارې د پرانیستو لپاره د مارچ پر ۱۲مه د دواړو لوريو د جرګو ټاکل شوې ناسته ځنډېدلې ده.
د پاکستان لوري ته د جرګې غړو مشال راډیو ته ويلي چې د مارچ پر ۱۲مه یې تر ناوخته په تورخم کې افغان پلاوي ته انتظار وکړ خو هغوی د ځينو مصروفیاتو له امله له غونډې کولو معذرت وکړ او د جرګې دویم پړاو ترسره نه شو.
د جرګې یو غړي شاه خالد شینواري وويل چې هغوی د مارچ پر ۱۲مه له ژمنې سره سم صفري نقطې ته ورروان ول چې د غونډې د ځنډېدو خبر یې ترلاسه کړ.
تر دې وړاندې، د دواړو غاړو مشرانو د مارچ پر نهمه د تورخم لارې پرانیستو لپاره جرګه کړې وه.
په هغه جرګه کې د دواړو خواوو ولسي مشران، سوداګر، دیني عالمان، د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو چارواکي او ټرانسپورټران شامل ول.
دواړو خواوو په جرګه کې غوښتنه کړې وه چې د اپرېل تر ۱۵مې دې اوربند وشي، د تورخم دروازه دې په غیر مشروطه توګه پرانیستل شي او چارواکي دې د خپلمینځي شخړو سفارتي حل پیدا کړي.
بلخوا د افغانستان له لوري د جوړې شوې جرګې یو غړي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې هغوی د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي او ډېر ژر به د پاکستان لوري ته د جرګې بله نېټه او ځای وښيي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ تورخم دروازه د مارچ پر ۱۳مه پر ۲۱مه ورځ هم د مساپرو او سامان لېږدوونکو ګاډو پرمخ تړلې پرته ده.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغه وروسته وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي چې هغوی په خپله خاوره کې سنګرونه جوړول او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
د لارې بندېدو له امله که يو خوا عام مساپر او ناروغان له کړاو سره مخامخ شوي، نو بلخوا په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي سلګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
هغوی له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه کړې چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.