د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییلو د جنګي اهدافو بشپړ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې حماس "باید له منځه یوړل شي".
هغه له نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:
«حماس د پوځي یا حکومتي ځواک په توګه دوام نه شي کولای. او په څرګنده توګه، تر هغه چې دا ډله د یو ځواک په توګه حکومت کولي یا اداره مخته وړي، یا د یو ځواک په توګه چې د تاوتریخوالي په کارولو سره ګواښ کوي، سوله ناممکن کیږي. هغوی باید له منځه یوړل شي. باید جرړې یې وایستل شي»
اسوشیتید پرېس راپور ورکوي چې د روبیو دا څرګندونې د متزلزل اوربند راتلونکې نوره هم شکمنه کړه.
هغه وویل د غزې د راتلونکي په اړه ولسمشر ټرمپ په زړورتیا خپل نظر څرګند کړ او ممکن د هغه دا نظر په ډېرو ښه ونه لګېږي خو دا مسله نور د تېر په څېر مخته نه شي تللی.
روبیو همداراز په منځني ځتیځ کې د هر تاوتریخن فعالیت تر شا ایران ښکېل وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې وخت منځني ختیځ ته خپل سفر له اسراییلو پيل کړ چې هلته د اسراییلو او حماس اوربند دوام لري او د شنبې په ورځ د دریو اسراییلي یرغملو د خلاصون په بدل کې ۳۶۹ فلسطیني بندیان له اسراییلو ازاده شول.
د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند د لومړي فاز ختمېدو ته دوه اوونۍ پاتې دي.
په دویم فاز کې له حماس تمه کېږي چې پاتې لسګونه یرغمل د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړي.
همدارنګه دا تمه کېږي چې اسراییلي ځواکونه له غزې ووځي او په یوه دوامداره اوربند خبرې وشي.
له نتنیاهو سره په ګډ کنفرانس کې روبیو همداراز د غزې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ ننګه وکړه چې د غزې خلک دې بل ځای انتقال او مالکیت یې امریکا په لاس کې واخلي.
د ټرمپ دې څرګندونو ته واردمخه عرب هېوادونو کلک عکس العمل ښوولی او ممکن له مارکو روبیو سره په لیدنه کې ګڼ عرب مشران خپل دریځونه بیا تکرار کړي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو بیا له روبیو سره په کنفرانس کې د غزې په اړه د ټرمپ د پلان هرکلی کړی، او ویلي یې دي چې هغه او ټرمپ د غزې د راتلونکي لپاره "ګډه ستراتیژي" لري.
نتنیاهو د ولسمشر ټرمپ د هغه نظر یادونه وکړه چې که حماس لسګونه پاتې یرغمل خوشې نه کړي نو د «دوزخ دروازې به خلاصې شي».
اسوشیتید پرېس لیکلي دا ډول څرګندونې له حماس سره د خبرو هڅې له زیان سره مخ کولی شي هغه ډله چې په جګړه کې له درنو تلفاتو سربېره لا هم د غزې په کنټرول برلاسې بلل کېږي.
اخوا اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې په هغو خلکو هوايي برید کړی چې د دوی ځواکونو ته ورنږدې شوي وو.
د حماس تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت ویلي په دې برید کې دری پولیس ځواکونه چې له رفح د ورتلونکو بشري مرستو د بار لاریو د محافظت چارې ترسره کولې وژل شوي. حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي دا برید له اوربنده کلکه سرغړونه بللې او نتنیاهو یې تورن کړی چې غواړي دا تړون سبوتاژ کړي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسراییلو په برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.
دا برید پر غزې د اسراییلو د پراخو ځمکنیو او هوایي بریدونو پیلامه وګرځېد چې په نتیجه کې یې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو په اساس څه باندې ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۱۱۱ زره نور کسان ژوبل دي.