دوی ایران ته د پوځي مرستو ورکړه، د اتومي پروګرام په برخه کې د دې هیواد بېثباته کوونکي اقدامات، او د سیمې له ملېشو سره د تهران ملاتړ وغانده.
په ورته وخت کې، د روسیې او اوکراین لپاره د دونالد ټرمپ ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې امریکا به هڅه وکړي چې د روسیې او ایران اتحاد کمزوری یا پرې کړي.
د امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د شنبې په ورځ (۲۷ سلواغه) د اروپایي اتحادیې له جګپوړي استازي سره، د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې غونډه وکړه.
د کاناډا په مشرۍ د G7 وروستۍ اعلامیه ښيي چې غړو هېوادونو د روسیې د ویجاړوونکې جګړې پر ضد د اوکراین د اوږدمهاله سولې لپاره د مرستې ژمنه تازه کړې، او ټینګار یې کړی چې باید قوي امنیتي ضمانتونه برابر شي، څو جګړه بیا پیل نه شي.
د اوکراین په اړه د ۷ سترو صنعتي هیوادونو خبرې
د اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو یا جې اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له اوکراین څخه په خپل کلک ملاتړ بیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیرانو په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون شنبې یې د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د یوې غونډې په پای کې خپره کړې ویلي چې د جي اوه غړیو هیوادونو په اوکراین کې د روسیې د ویجاړونکې جګړې په اړه خبرې او د یوې تلپاتې سولې او یوه پیاوړي او سوکاله اوکراین هدف ته په رسیدو کې یې له یوبل سره د ګډ کار کولو ژمنه بیا تازه کړه.
د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د قوي امنیتي ضمانتونو پر اړیتا ټینګاروکړ ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې جګړه بیا نه پیل کېږي.
د متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني، بریتانیا، کاناډا اوایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها هم ګډون کړی و. د جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین لپاره پرامنیتي ضمانتونو ټینګار داسې مهال کوي چې د دې هیواد ولسمشر ولودیمرزیلینسکي هم د جمعې په ورځ د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره له کتنې مخکې وویل چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له هر راز خبرو مخکې امنیتي ضمانتونه غواړي.
نوموړي پرون شنبې دې کنفرانس ته په وینا کې دغه راز وړاندیز وکړچې اروپا دې خپل وسله وال پوځ رامنځ ته کړي چې د ده په خبره هیواد یې د روسیې په وړاندې په جګړه کې له مخکې د دغسې یوه پوځ د رامنځته کولو اساس ایښی دی.