د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

امریکايي او روسي چارواکي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په سعودي کې خبرې کوي


خبري اژانسونو د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دونالد ټرمپ جګپوړی ټيم به په راتلونکو ورځو کې سعودي عربستان ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي.

دا خبر د شنبې په ورځ (۲۷ سلواغه) د پولیتیکو نشریې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د غړي مایک مک‌کال او دوو نورو امريکايي چارواکو له قوله خپور کړ.

د راپورونو له مخې، د امریکا په پلاوي کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، او د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو ویتکاف شامل وي.

د فرانس پرس او رویټرز خبري اژانسونه وايي، چې د روسیې او اوکراین لپاره ځانګړي استازي کیت کلاګ به په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.

سپینې ماڼۍ او نورو امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر جزئیات نه دي اعلان کړي. خو د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کلاګ، ویلي چې اوکرایني استازي به د مذاکراتو برخه وي، خو ښایي اروپایان پکې ګډون ونه کړي.

کلاګ چې د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوله، ټینګار وکړ چې اروپا باید د سولې په پروسه کې شامله وي، او زیاته یې کړه:
غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دا سوله به دوامداره وي.

کله چې ترې وپوښتل شول، چې اوکراینیان او اروپایان به د خبرو میز ته حاضر وي که نه؟، نو ده وویل:
«کله چې د مذاکراتو میز ته کښینئ، دوه اساسي لوبغاړي وي او یو منځګړی.»

په یوه بله مهمه پېښه کې، د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، له خپل روسي سیال، سرګي لاوروف، سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب‌پاڼه کې لیکلي، چې دا تماس د ټرمپ او پوتین ترمنځ د تېرې اوونۍ د خبرو دوام و، او روبیو د ټرمپ پر ژمنتیا ټینګار وکړ، چې غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

همداراز، دواړو وزیرانو د احتمالي دوه اړخیزو همکاریو پر فرصتونو هم خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو د مهمو نړیوالو موضوعاتو، د اوکراین وضعیت، د منځني ختیځ تحولاتو او نورو مسایلو په اړه د همکارۍ ژمنه څرګنده کړې.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپایي ټولنې د مشرانو د یوې بېړنۍ او غیر رسمي ناستې د جوړولو هڅه کوي، څو د اوکراین پر وضعیت بحث وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د یو فرانسوي چارواکي او څلورو اروپايي ډیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی، چې دا ناسته ښایي د دوشنبې په ورځ وشي.

XS
SM
MD
LG