ښاغلي ټرمپ د ولسمشر په توګه د دندې پیلېدو سره سم په لسګونو اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې په ترڅ کې یې د بهرنیو پراختیایي مرستو د ځنډېدو ترڅنګ د یوه بل فرمان له مخې متحده ایالات د روغتیا له نړیوال سازمان څخه هم باسي.
د ناروې د کډوالو د شورا ریس یان ایګلنډ وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نوو ورځو لپاره د مرستو ځنډول په افغانستان کې د بې ځایه شویو او لوږو نجونو لپاره یو وحشتناک خبر دی. ښاغلي ایګلنډ دغه څرګندونې پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې کړی او زیاته یې کړې ده چې که د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له خوا دا مسئله استثنا نشي، موږ به اړ شو چې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مرستې نورې هم کمې او د نجونو لپاره ښځینه مرستندویه کارکوونکې له دندو ګوښه کړو.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه د لوړې له پرځای کولو یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ څو اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې د یوه له مخې یې د امریکا ټولې بهرنۍ پراختیایي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول کېږي ترڅو دا وارزوي چې آیا دا مرستې د ده د ادارې د بهرني سیاست له اهدافو سره سمون لري او موثرې دي کنه؟
د ناروې د کډوالو د شورا ریس یان ایګلنډ چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی، وایي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د کمولو لپاره نړیوالې مرستې اړینې وې، خو هغه مخ په کمېدو دي. د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې نوموړي وویل چې د افغانستان وګړي د نړۍ له یوه ترټولو سخت بشري بحران سره مخامخ دي او نړۍ هم ورته شا کړې ده.
د چارو کتونکی قریب الرحمن شهاب وایي، امریکا د نړیوالو مرستندویه ادارو ستره تمویلونکې ده او په دې کې شک نشته چې دغه اقدام یې په افغانستان کې بشري او د رغونې چارې تر اغېز لاندې راولي.
" د امریکا له لوري د هرډول مرستو بندېدل او پکې ځنډ د افغانستان پر خلکو او ټولنه مخامخ اغېز لري، ځکه له یوه لوري د افغانستان د کار د مارکیټ یوه برخه د امریکا په پراختیایي مرستو باندې متکي ده او ډېرې موسسې او نهادونه له همدغو مرستو پروژې چلوي او د دغو پروژو په تطبیق کې هم ډېر خلک په کار بوخت دي. دا یې یو اړخ دی او هغه منفي اقتصادي تاثیرات چې د دغو مرستو په درېدو سره به راځي، پر هغوی چې په دغو مرستو خپل ورځنی ژوند چلوي یا یې پرمټ په کار بوخت دي، نو پر هغوی به هم مخامخ منفي اغېز لري."
د ښاغلي شهاب په خبره د امریکا د پراختیایي مرستو بندېدل به په اوږدمهال کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز لري، ځکه د افغانستان اقتصاد لا هم تر یوه حده پر بهرنیو مرستو متکي دی.
متحده ایالات په افغانستان کې د ملګروملتونو په ګډون د مختلفو نړیوالو ادارو د پروګرامونو د تمویل په برخه کې مرسته کوي چې ډېری پروګرامونه یې له مخکې د امریکا د کانګرس له خوا تمویل شوي یا ورسره ژمنه شوې ده.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ همدارنګه د یوه بل اجرایوي فرمان له مخې متحده ایالات د روغتیا له نړیوال سازمان څخه باسي. له هغه سازمان څخه چې په افغانستان کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو په ترسره کولو لویه ونډه لري. د دې سازمان یو جګپوړی چارواکی وایي، په افغانستان کې په میلیونونه وګړي لومړنیو یا اساسي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دا هیواد د روغتیا په برخه کې ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو د پروګرام مشر مایک ریان چې افغانستان ته یې سفر کړی او د کابل په ګډون د دې هیواد له یو شمېر روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه یې لیدنې کتنې ترسره کړي، پرون سې شنبې د دې سازمان په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان شاوخوا اُولس میلیونه وګړي دوامداره روغتیایي ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغه په خبره شاوخوا نهه نیم میلیون وګړي اساسي روغتیايي خدمتونو او څه باندې دوه میلیونه ان لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ښځې او ماشومان له ډېرو خطرونو سره مخ دي او نږدې اته میلیون وګړي د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره لاس ګریوان دي. د روغتیا د نړیوال سازمان دې جګپوړي چارواکي همدارنګه وویل چې په افغانستان کې روغتیایي سیسټم کارکوي خو هغه زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلند خبرداری ورکړی چې د مرستو کمېدل به په دې هیواد کې له ښځو سره مرستې له جدي ګواښ سره مخامخ کړي. هغه زیاته کړه چې ښځې او نجونې له غیر دولتي سازمانونو سره د بسپنې د کمېدو او په افغانستان کې د بشري مرستو د کمېدو له امله ډېرې زیانمنې شوې دي.
ښاغلي ایګلنډ له هرات ولایت څخه د تلیفون له لارې اسوشیټیډ پریس آژانس ته وویل: افغان مېرمنو او نجونو د نړۍ مشران نه دي هېر کړي چې دوی ته یې ویلي وو چې د دوی "لومړی لومړیتوب" تعلیم او بشري حقونه دي. "اوس موږ ان د کونډو او هغو میندو چې د خپل کورسرپرستي کوي، د ژوند د معیشیت پروګرامونه نشو تمویلولی."