د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

نړیوال بانک: ۲۵ سلنه افغانان کافي خواړه نشي ترلاسه کولی


په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت او د خوراکي نه خوندیتوب په اړه د اندېښنونو په دوام نړیوال بانک ویلي چې اوس مهال افغانستان د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخ دی او ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه افغانان چې د دې هېواد د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوي د کافي خوړو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

دغه بانک د "نړیوال خوراکي امنیت" په اړه په خپل نوي راپور کې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی خبرداری ورکړی چې دا شمېر به د روان ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې ۱۴ عشاریه ۸ میلیونه کسانو ته ورسېږي چې د دې هېواد د نفوس ۳۲ سلنه کېږي.

په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د عایداتو له کموالي او بنسټیزو سرچینو ته د لاس‌رسي له کمښت سره مخ دي.

نړیوال بانک ویلي چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت لا مخ په خرابېدو دی، د تېلو په بیې کې زیاتوالی راغلی او خلک له دوامدارې بې کارۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو کړېږي.

د راپور په ټکو، اقلیمي زیانونه او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنېدنې**,** دا ستونزې لا پسې زیاتې کړي، اقتصادي فشارونه زیات شوي او وضعیت لا نور بحراني شوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي دا چې په افغانستان کې د ژمي موسم دی دوی نه یوازې د کورونو د تودولو وس نه لري بلکې د کم عاید له امله ان خپلو کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو توان هم نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکي اجمل ازادي راډيو ته وویل " بې کارۍ او بې روزګارۍ ډېر ناهیلي کړي یو، چوک کې د مزدورۍ لپاره کېنو خو هیڅ کار نشته، عاید ډېر کم دی او لګښتونه زیات دي"

د همدې ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار یوه اوسېدونکې لیلما چې پوهنتون فارغه ده، او د ښځو پر کار د طالبانو بندیز یې د کار کولو مخه نېولې وايي، پلار یې په تېر جمهوري نظام کې دنده درلوده خو اوس مهال وزګار دی او کار ورته نه پیدا کېږي.

نوموړې وايي " اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی، ان د وچې ډوډۍ توان نه لرو او په دې تمه یو چې کوم ګاونډي راته وچه ډوډۍ راوړي. " د نوموړې په وینا که په کار یې بندیز نه وای نو دې به کولی وای چې کار وکړې او د خپل ناروغ مور او پلار پالنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې کارۍ او بې وزلي زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو راپورونه ورکړي چې له امله یې د خلکو بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي په روان ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲ عشاریه ۹ میلیونه افغانان چې د دې هېواد د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG