د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ د خپل واک په وروستۍ ورځ په یوه فرمان کې جنرال مارک میلی په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ګډوډ وتلو په تړاو وباخښه.
میلي دا عفوه ومنله او په یوه بیان کې یې ویلي چې هغه نه غواړي د خپل ژوند پاتې برخه له غچ اخیستلو سره په مبارزه کې تېره کړي.
خو په کانګریس کې له افغانستانه د وتلو منتقدان وايي چې له جنرال میلي سره د دوی کار لا هم پای ته نه دی رسیدلی.
د ایندیانا سناتور جیم بنکس، چې په افغانستان کې یې پوځي دنده ترسره کړې، وویل: کېدای شي مارک میلي عفوه شي، خو دوی به د هغه د حساب ورکولو لپاره د لارو چارو لټولو ته دوام ورکړي.
له افغانستانه تر وتلو وروسته ارزونې په عمده ډول دا پوښتنه مطرح کوي چې پوځ ولې مخکې له دې چې د ملکیانو د ایستلو عملیه بشپړه شي، له سیمې څخه ووت.
میلي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال د وسله والو ځواکونو لوی درستیز و، منلې ده، هغه وتل چې په کې ۱۳ امریکایي سرتېرو خپل ژوند وبایله، یوه "ستراتیژیکه ناکامي" وه.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې په یوه انتحاري برید کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، د ۱۳ امریکايي پوځیانو ترڅنګ ګڼ شمېر افغانان ووژل شول.
میلي په ۲۰۲۴ کال د کانګریس د بهرنیو چارو د کمیټې په استماعیه غونډه کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملکیانو په ایستلو کې په ځنډ ملامت کړی و او د پوځ اقدامات یې ستایلي و. ده په ۲۰۲۱ کال په کانګرس کې د شهادت پر مهال ویلي و چې متحده ایالات به د ویتنام د سایګون ښار ته د ورته صحنو شاهد نه شي.
په سایګون کې وضعیت دومره خراب و چې امریکایي کارکوونکي د ودانیو له بامونو څخه ایستل کیدل.
د امریکا د دفاع وزارت د ترهګرۍ ضد چارو چارواکي الیکس پريټساس، فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل: د امریکا پوځ مسوول دی چې له بهرنیو چارو وزارت سره د خروج په غیرجنګي عملیاتو کې مرسته وکړي، خو له جنګي میدان څخه د امریکايي پوځیانو وتل د جګړې له عمل سره تړاو لري او دا د دفاع وزارت مسوولیت دی.
ډونالډ ټرمپ، چې پرون یې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په ځلونو د بایډن اداره له افغانستانه د وتلو په خاطر ملامته کړې او ویلي یې دي چې که دی ولسمشر وای په دې ډول به له افغانستانه نه و وتلی.