د دې وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا نن سې شنبه په یو ویډیويي بیان کې چې د نوموړي په اېکس پاڼه خپور شوی، ویلي چې له متحده ایالاتو سره د بندیانو د تبادلې په اړه د اوږدو خبرو په پایله کې یو افغان زنداني له بنده خوشې شوی او افغانستان ته رسېدلی دی.
نوموړي د خپل خوشې شوي بندي د هویت په اړه زیاته کړې: "په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي خان محمد له امریکايي اتباعو سره په تبادله کې له بند څخه ازاد او افغانستان ته راولېږدول شو."
احمد ضیا وړاندې ویلي: "خان محمد چې د امریکايي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کلفورنیا کې یې د بند موده تېروله، نږدې دوه لسیزې مخکې په ننګرهار کې نیول شوی و."
د امریکا د سي این این تلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، خان محمد په ۲۰۰۶ کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري په ننګرهار کې ونیول شو او په ۲۰۰۸ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق او وسله والو فعالیتونو په تور په امریکا کې په عمري بند محکوم شو.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د خوشې شویو امریکايي اتباعو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو سي این این ویلي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ساعتونو کې دوه امریکايي وګړي، رایان کوربېټ او ویلیام مککېنټي، د محمد په نوم د یوه افغان په بدل کې خوشې شوي دي.
د سي این این په راپور کې راغلي چې خوشې شوي امریکايي وګړي به نن د سې شنبې په ورځ په امریکا کې خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
خو د طالبانو سره د دوو نورو امریکايي بندیانو، محمود شاه حبیبي او جورج ګیلزمن، په اړه چې د روان لمریز کال په تلې میاشت کې د امریکا د استازو جرګې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، څه نه دي ویل شوي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو ویلي چې افغانالاصله امریکايي محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته، خو د هغه د کورنۍ غړو او امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې نوموړی له طالبانو سره بندي دی.
د محمود شاه حبیبي ورور څو ورځې مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله ښودلې وه چې ورور به یې راخوشي شي، خو تازه یې په اړه د ازادي راډیو اړیکې ته ځواب ونه وایه.
له دې وړاندې د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن هم د دغه دریو امریکايي وګړو له کورنیو سره لیدلي وو او ډاډ یې ورکړی و چې د بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅه کوي.
د بندیانو دا تبادله په داسې حال کې کېږي چې له تېرو دوه کلونو راهیسې د بایډن د حکومت او طالبانو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې وې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې برخه کې د قطر له اغېزناک رول څخه مننه کوي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د امریکا دغه ډول اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري او دوی هیله څرګندوي چې دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو په عادي کېدو کې رول ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ډونالډ ترمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او ویل کېږي چې د افغانستان په اړه به نوې تګلارې ولري، خو دا چې د طالبانو په زندانونو کې د پاتې امریکايي بندیانو په اړه له طالبانو سره کومې هوکړې ته رسېږي که نه، لا دمخه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.