د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

هیڅوک دې شاته نه پرېښودل کېږي؛ امریکا ته د تلونکو افغانانو په اړه اندېښمن سازمان


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوي اجراییوي فرمان، چې په هغه هېواد کې د کډوالو د منلو پروګرام ځنډوي، د افغان متحدینو او د هغوی د ملاتړو اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان څخه د هغو افغانانو د ایستلو چې د امریکايي او ناټو ځواکونو او ادارو سره یې پخوا افغانستان کې کار کړی دی، د ملاتړ یوه اداره " no one left behind"یا "هیڅوک دې شاته نه پرېښودل کېږي" سازمان د دې موضوع په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا امر به د دې هېواد د افغان متحدینو په ژوند ډېر اغېز ولري.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ، د جنوري په ۲۱مه، په خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو زیاته کړې چې "ایس آی وي" یا د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې چې له USRAP څخه توپیر لري، په دې اقدام کې نه دي شاملې.

په دوام کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) ځنډول به د کډوالو په منلو، په ځانګړې توګه د پي۱ او پي۲ کیس لرونکو د منلو پر بهیر او د افغانانو لپاره پر خصوصي ملاتړ اغېز وکړي.

خو د No One Left Behind سازمان څرګنده کړې چې د شرایطو وړ افغانانو الوتنې نه دي لغوه شوي او د شرایطو وړ نور افغانان اوس هم متحده ایالاتو ته د الوتنو لپاره په پام کې نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس دوه ورځې وړاندې د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د افغانانو د تخلیې ټولنې «افغان ایوک» یوه غړي شان وان ډایر ویلي چې د دغه فرمان له مخې به له افغانستان څخه د هغو ۱۶۶۰ افغانانو الوتنې لغوه شي چې ټاکل شوې وه په دې ۹۰ ورځو کې ترسره شي.

دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په شلمه په یوه اجراییوي فرمان کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شو اعلان وکړ چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو د شمېر د زیاتوالي او ګډوډیو له امله د کډوالو د منلو بهیر به د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي او دا ځنډ به د جنورۍ له ۲۷مې نېټې پیل شي.

خو په دې فرمان کې یو استثنا شته، کوم چې له مخې یې هغه کډوالو ته چې د متحده ایالاتو ملي ګټو سره سمون لري اجازه ورکول کېږي چې دې هېواد ته دننه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې زرګونه افغانان چې امریکا ته د کډوالۍ دوسیې لري دې هېواد ته د تګ په تمه دي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعاله ناهید سادات چې د پي٢ کیس لري وایي، چې د دغه خبر په اورېدو ډېره خواشینې شوې:" په خدای له پرون راهیسې مو چې دا خبر اورېدلی زه او زما کورنۍ ډېر اندېښمن یو، د اعصابو درمل مې واخيستل که یو څه مې درد ښه کړي، دا خبره سمه ده چې د یوه هېواد تصمیم دی، خو مونږ کلونه منتظر پاتې شوو، کاشکې چې په افغانستان کې له خطر سره مخ نه وو او کولای مو شوای چې بېرته ولاړ شو، هیله مو دا وه چې صحي معاینات مو تر سره کړي وو او ځو، که دا تصمیم عملي شي، فکر وکړئ چې طالبانو نه بلکې امریکا مونږ له منځه وړي یو."

په اسلام آباد کې یو بل افغان کډوال، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د سپينې ماڼۍ په دې فرمان اعتراض وکړ:

"دغه فرمان په ما ډېر اغېز وکړ، هغه کسانو چې د امریکا کډوالۍ کیسونه یې درلودل، په شدت تللو ته انتظار وو، مونږ يې له سختیو سره مخ کړو، مونږ افغانستان ته د بېرته ستنېدو لار نه لرو، د ټولو افغانانو زړونه مات او خواشيني شول، مونږ هیله لرو چې د امریکا د کډوالۍ اداره ځينې معیارونه په پام کې ونيسي او هغه کسانو چې له امریکایانو سره یې کار کړی د دې فرمان قرباني نشي."

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین په بهیر کې په وار وار د کډوالۍ د سختو پالیسیو د غوره کولو پر اړتیا ټینګار کړی و.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د جو بایډن پخوانۍ ادارې شاوخوا ٢ لکه افغانان امریکا ته ولېږدول.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG